ایران په عراق کې د کنګل شوو خپلو میلیاردو ډالرو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

د ایران ولسمشر د عراق د لومړي وزیر نه په عراق کې د ایران د کنګل شوو په میلیاردو ډالرو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

1596584
ایران په عراق کې د کنګل شوو خپلو میلیاردو ډالرو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

د ایران ولسمشر حسن روحاني د عراق د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي نه د امریکا د تحریمونو په چوکاټ کې د عراق لخوا د ایران د کنګل شوو میلیاردو ډالرو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د عراق د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. روحاني پدې ټيلیفوني خبرو کې د عراق د لومړي وزیر نه  د عراق د  بانکونو لخوا  په غیرې قانوني توګه د ایران د کنګل شوو میلیاردو ډالرو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

روحاني ددې خبرې په ټینګار وویل سره ددې چې عراقي چارواکیو په کراتو د ایران د کنګل شوو پيسو د خوشې کولو ژمنه کړې ده خو له بده مرغه چې تر ننه پورې دا ژمنې پر ځای شوي ندي.

هغه د ایران د لومړي وزیر نه هر څه ژر د ایران ددې شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

روحاني وویل چې د عراق امنیت، استقرار، سوله ، هوساینه، ملي حاکمیت او مځکنۍ بشړتیا زمونږ لپاره تر ټولو د مهمو مسئلو په سر کې قرار لري. ایران تل د عراق په کورنیو چارو کې د بهرنیو د مداخلې او لاسوهنې سره مخالفت کړی دی ځکه چې دا خبره هم د عراق او هم د سیمې لپاره ستر تهدید جوړوي. سیمې ته ډیر زیات ضرر رسوي.

روحانی زیاته کړه چې نن ورځ په عراق او سیمه کې د ډیرو ستونزو، بې استقرارۍ، ناامنۍ او ټولو نارامیو یواځنی لامل امریکا متحده ایالتونه او ددې هیواد لاوهنې دي.

امریکا په سیمه کې تل تخریبي رول لوبولی دی. همداشان هغه وویل چې د عراق د پارلمان لخوا د هیواد نه د امریکايي ځواکونو د ویستو پریکړه یوه ډیره پر ځای پریکړه ده او ددې پریکړې عملي کول به د عراق سربیره د سیمې د امنیت او استقرار سره ډیره مرسته وکړي.

هغه د ایران او عراق ترمنځه په هره برخه کې او په ځانګړې توګه په اقتصادي او ټرانسپورتي برخو کې د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د بله پلوه د عراق لومړي وزیر هم د امریکا لخوا پر ایران پر لګول شوو تحریمونو سخته نیوکه وکړه او زیاته کړه چې په امریکا کې د نوي حکومت سره د هیوادونو سره همکارۍ ته زمینه برابره شوې ده . عراق به پر ایران د لګول شوو تحریمونو په کامله توګه د لرې کیدو پورې هلو ځلو ته دوام ورکړي.


پيوندونه: #امریکا , #عراق , #ایران

اړوند خبرونه