د پاکستان او هندوستان په پوله کې د هندي ځواکونو پر پاکستاني ځواکونو برید کړی دی.
د هندي ځواکونو په برید کې دوه تنه پاکستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی
1546347
د پاکستان پوځ ویلي دي چې هندي ځواکونو د اوربند نه د سرغړونې سره په پاکستاني ځواکونو برید کړی چې په نتیجه کې دوه تنه سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د پاکستان او هندوستان په پوله کې د کنټرول په کرښه کې د هندي ځواکونو لخوا پر پاکستاني ځواکونو برید شوی دی. هندي ځواکونو یو ځل بیا د اوربند نه سرغړونه کړې ده .
په بیان کې راغلي دي چې پاکستاني ځواکونو هم د هندي ځواکونو برید ته سمدلاسه ډیر سخت ځواب ورکړی دی چې په نتیجه کې هندي لوري ته د پام وړ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.