د پاکستان حکومت به د پرویز مشرف نه دفاع وکړي

د پاکستان حکومت  د پخواني ولسمشر پرویز مشرف په اړه د ځانګړې محکمې لخوا د اعدام  د سزا د ماتولو  او د اعدام د حکم کوونکي قاضي له دندې د ګوښه کولو  په خاطر  لاس په کار شول.

1326680
د پاکستان حکومت  به د پرویز مشرف نه دفاع وکړي

 

د پاکستان  د عدلیې وزیر محمد فاروق نسیم ویلي دي چې  پخوانی ولسمشر پرويز مشرف  د اعدام  په سزا د محکومونکي  ځانګړې محکمې  د قاضیانو نه  د خیبرپښتونخوا د عالي محکمې مشر قاضي وقار احمد سیټ له دندې د ګوښه کولو په خاطر به سترې محکمې ته مراجعه وکړي.

د پاکستان د عدلیې وزیر  د ځانګړې محکمې لخوا پخواني ولسمشر پرویز مشرف ته د اعدام د سزا د اورولو نه وروسته خبري غونډې د محکمې د حکم  د هغه برخې په اړه چې  د خیبرپښتونخوا د عالي محکمې د مشر قاضي وقار احمد سیټ لخوا شوی  چې پکې راغلي دي ” که چیرې  مشرف د اعدام د حکم  نه مخکې  وفات شي د هغه مړی  باید  ۳ ورځو پورې په چوک کې  وځوړول شي “  ډیر سخت غبرګون وښود.  

نسیم وویل چې  دې پریکړې ته په کتو سره  دا ښکاره ده چې  د قاضي وقار احمد سیټ  روحي  حالت ښه ندی . هغه ویلي دي  پدې خبره نه پوهیږي  چې یو قاضي څه ډول  کیدای شي چې دا ډول  پریکړه وکړي.

خو  قاضي وقار احمد سیټ  د خپلې دې پریکړې سره  ټولو ته دا ښکاره کړې ده چې ددې پریکړې پر مهال  هغه  په هوش کې نه وو  او روحي حالت يي پر ځای نه وو.

هغه ویلي دي چې  د قاضي وقار احمد سیټ  دا پریکړه  هم  د انساني شرافت ، هم د هیواد د اساسي قانون او هم  د دیني  قواعدو سره په ټکر کې  پریکړه ده.

هغه زیاته کړې ده چې د پاکستان په ټولو قوانینو کې داسې کومه ماده نشته چې  د یو مجرم  مړی  دې  د ۳ ورځو لپاره په چوک کې وځوړول شي.

هغه وویل چې  د هیواد اساسي قانون محکمې نه  به قاضي وقار احمد سیټ له دندې نه د ګوښه کولو  غوښتنه وکړو ځکه چې  هغه  د داسو  سترو  قضیو  د څیړولو توان او ظرفیت نلري. هغه باید  په عدلي او اداري  اداراتو کې کار ونکړي.

د حکومت په توګه به  سترې محکمې  او د قضاتو عالي شورا ته  قاضي وقار احمد سیټ له دندې نه د ګوښه کولو په خاطر وړاندیز وړاندې کړو.



اړوند خبرونه