په پیښور کې درنده چاودنه شوې
په پیښور کې د خیبرپښتونخوا اسمبلې په مخکې درنده چاودنه شوې
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت مرکز پیښور ښار کې د اسمبلې او عالي محکمې په مخکې درنده چاودنه وشوه.
د پاکستان نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا چاودنه په یوې ریکشا کې شوې ده . د لومړنیو تحقیقاتو له مخې چاودنه د ریشکا د ګازو د سلنډر د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .
پدې چاودنه کې لږ تر لږه د ۱۱ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
ویل کیږي چاودنه د خیبرپښتونخوا ایالت د اسمبلې د موټرو په تم کې په ولاړې ریکشا کې شوې ده .
د پاکستان د پولیسو یو تن مشر ظهور افریدي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې چاودنه د ریکشا د ګازو په سلنډر کې شوې ده . د چاودنې نه سمدلاسه وروسته پولیس او د ژغورنې ډلې سیمې ته راورسیدې. همداشان په سیمه کې تحقیقات هم پیل شوي دي.
پدې چاودنه کې د ګن شمیر موټرو ته هم زیان اوښتی دی.
د بله پلوه تحقیقاتي ډلې ویلي دي چې چاودنه د ریشکا د ګازو په سلنډر کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده . ګمان کیږي چې پدې چاودنه کې د ۴ نه تر ۵ کیلوګرامه چاودیدونکو توکو پورې کار اخیستل شوی وي.
د پيښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونو ته انتقال شوي دي.
په ټپیانو کې یو تن پولیس هم شتون لري.
د چاودنې مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.