روسیه  او ایران په ګډه سمندري  تطبیقات کوي.

دا خبره د ایران د سمندري ځواکونو قومندان  تورنجنرال حسین خانزادي  وکړه.

1192428
روسیه  او ایران په ګډه سمندري  تطبیقات کوي.

 

دا خبره د ایران د سمندري ځواکونو قومندان  تورنجنرال حسین خانزادي  وکړه. هغه وویل چې  د ایران او روسیې  سمندري ځواکونه به  د عمان  په سمندر کې ګډ عسکري تطبیقات  ترسره کړي.

خانزادي  په پلازمینه  تهران کې خبري غونډې ته په عمان سمندر کې  د روسیې سره په ګډه  د ترسره کیدونکو  پوځي تطبیقاتو په اړه  خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې د ایران او روسیې د سمندري ځواکونو ترمنځه به  په روزنیزو، تخنیکي او عملیاتي  برخو کې د همکاریو کچه لا پسې  لوړه کړی شي. همکاري به په همدې شان دوام  وکړي.

هغه وویل چې د روسیې سره  د ترسره شوو مذاکراتو په پایله کې پریکړه وشوه چې  د روسیې  سمندري ځواکونو اړوند  جنګي بیړۍ  د روان کال په دننه کې  د ایران سویلي برخې ته راشي  او د ایران د سمندري ځواکونو سره په ګډه پوځي تطبیقات ترسره کړي.

هغه وویل چې  د هند اوقیانوس په څنډه کې پرتو هیوادونو ته  په جوړه شوې غونډه کې د نوموړو تطبیقاتو په اړه  معلومات او خبر ورکړی دی.

هغه وویل چې نړۍوالې اوبه د ټولې نړۍ اړوند  دي او هر هیواد کولای شي چې  په نړۍوالو اوبو کې  د سوله ایزو موخو لپاره تطبیقات ترسره کړي. ایران  د تیلو ټانکرانو ته د خپلې خاورې د یوې پارچې په سترګه ګوري چې د همدې امله  د خپلې خاورې ددې پارچې نه باید په ډیر ښه توګه دفاع وکړو.  



اړوند خبرونه