سعودي عربستان پاکستان ته  درې میلیارده ډالره پور ورکوي.

پاکستان چې د اقتصادي بحران سره مخامخ دی د سعودي عربستان نه پور اخلي

1074326
سعودي عربستان پاکستان ته  درې میلیارده ډالره پور ورکوي.

د پاکستان واکمن د تحریک انصاف ګوند  د ټولنیزې مډیا له لارې د بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې  لومړی وزیر عمران خان چې  په صحرا کې دواس  په نامه  په اقتصادي غونډه کې د ګډون په خاطر  سعودي عربستان ته سفر کړی دی  د سعودي عربستان د چارواکیو سره  پاکستان ته  د درې میلیاردو ډالرو پور ورکولو په اړه په تفاهم  ورسید.

په بیان کې راغلي دي چې سعودي عربستان پاکستان سره  د اقتصادي مرستې په خاطر  د درې میلیاردو ډالرو مرستې پریکړه وکړه. دا پیسې به  پړاو په پړاو پاکستان ته  ورکړل شي.

سربیره  پر دې  پاکستان  به  د سعودي عربستان نه  د درې میلیاردو ډالرو په ارزښت  تیل هم  وارد کړي. د تیلو پیسې به  د یو کال په ځنډ  سره  ورکول کیږي.

د پاکستان د خبري رسنیو د معلوماتو له مخې  د تیلو دا قرارداد  به  درې کاله دوام وکړي  او د درې کلونو نه وروسته به په له سره بیا کتنه وشي.

د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځه  د شوي تفاهم  له مخې  سعودي عربستان به په پاکستان کې د تیلو د ذخیرو  په برخه  کې پانګه اچونه وکړي  او په بلوچستان ایالت کې به  د معدونونو د راویستو په برخه کې  پانګه اچونه وکړي.

د پاکستان  نوي لومړي وزیر عمران خان  د اګست په میاشت کې د حکومت د جوړولو نه وروسته ویلي وو چې د هیواد د پخوانیو پورونو  د ورکولو په خاطر  مجبور دي چې نوی پور  واخلي. د پور په خاطر به  د پیسو د نړۍوال صندوق او ټولو دوستو هیوادونو سره  خبرې وکړي.



اړوند خبرونه