ایران  داځل سعودي عربستان، متحده عربي امارات او اسراییلو ته ګواښ وکړ.

ایران د اهواز د خونړي برید له امله غبرګونونو ته دوام ورکوي

1056457
ایران  داځل سعودي عربستان، متحده عربي امارات او اسراییلو ته ګواښ وکړ.

 

د ایران  انقلاب ساتوونکو ځواکونو  ته نږدې د فارس خبري اژانس  د یو توغندي ویدیو خپره کړې چې  پکې د هدف په توګه  سعودي عربستان، متحده عربي امارات او اسراییل  انتخاب شوي دي.

ایران  د اهواز د ترهګریز برید  پړه  پر امریکا، د سعودي عربستان په مشرۍ خلیج هیوادونو او اسراییلو اچولې ده .

د فارس خبري اژانس  لخوا په خپره شوې  ویدیو کې  نوموړي درې هیوادونه  په بریدونو ګواښل شوي دي.

همداشان  د فارس خبري اژانس  د نوموړو ویدیو اړوند په خپور کړي خبر کې  د ایران د مدیني مشر ایت الله علي خامنه يي  له قوله لیکلي دي چې  ایران به  د اهواز د پیښې فاعلینو ته  په ډیره سخته توګه جزا ورکړي. د ډیرې سختې جزا په انتظار کې اوسۍ تر نامه لاندې  ویدیو خپره کړې ده .

پدې ویدیو کې  ښکاري چې  د ایران انقلاب ساتوونکي ځواکونه  د بالستیک  توغندي  په هدف کې  سعودي عربستان، متحده عربي امارات او اسراییل انتخابوي.

د یادولو وړ ده چې  د تیرې خالي په ورځ د ایران د اهواز په ښار کې  د ایران – عراق د جګړې د کلیزې په مناسبت  عسکري رسم ګذشت  جوړ کړی وو چې  پرې وسله وال برید وشو.

پدې برید کې  ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ  او ۶۹ تنه نور ټپیان شول.

ایران  سعودي عربستان، امریکا، متحده عربي امارات او اسراییلو  پدې برید کې په لاس لرولو تورن کړل.



اړوند خبرونه