په ایران کې زلزلې په سلګونو تنه ټپیان کړي دي.
په ایراان کې پر له پسې زلزلو په سلګونو تنه ټپیان کړي
![په ایران کې زلزلې په سلګونو تنه ټپیان کړي دي.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/a359/6f55/add3/5a574d0b5393a.jpg?time=1718835823)
په ایران کې زلزلې په سلګونو تنه ټپیان کړي دي.
تیره شپه د ایران په سویل کې د کرمانشاه ولایت اړوند د سیرچ سیمه د ریښتر په کچه پنځه عشاریه ۸ په لویوالي سره زورورې زلزلې ولړزوله.
د ایران د کرمانشاه ولایت د طبي مداخلو د مرکز رئیس محمد صابري د ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې تیره شپه د شپې په نیمايي کې د سیرچ په سیمه کې زورورله زلزله رامنځته شوه چې له امله يي د ټپیانو شمیره ۹۱ تنو ته رسیدلې ده.
هغه ویلي دي چې زلزله د شپې په یوه بجه او ۹ دقیقو د کرمانشاه ولایت ختیځ لورې ته په ۶۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوه.
د یادولو وړ ده چې پرون هم د کرمانشاه ولایت اړوند د تازه آباد په ولسوالۍ کې د ۵ عشاریه ۹ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوې وه چې له امله يي ۲۴۸ تنه ټپیان شوي وو.
همداشان د کرمانشاه د ولایت د بیړنیو حالاتو د ادارې مشر رضا محمدیان بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې د تازه آباد په ولسوالۍ کې د تیرې ورځې د غرمې نه وروسته د رامنځته شوې زلزلې له امله د ټپيانو شمیره ۲۴۸ تنو ته لوړه شوې . هغه ویلي دي چې په یده شوې ولسوالۍ کې تر ۷۰۰ ډیر کورونه د اوسیدو نه وتلي دي.
د بله پلوه تیره شپه د یاد شوي ولایت د سیرچ په ولسوالۍ کې هم زوروره زلزله رامنځته شوه چې له امله يي تر اوسه پورې ۹۱ تنه ټپیان شوي دي.