په ایران کې خونړۍ ټرافیکي پیښه رامنځته شوه.
د ایران د کردستان ایالت اړوند د سنندج په ښار کې د تیلو ټانکر د مساپر وړونکي بس موټر سره د جنګیدو په پایله کې قتل عام رامنځته شو.
په ایران کې خونړۍ ټرافیکي پیښه رامنځته شوه.
د ایران د کردستان ایالت اړوند د سنندج په ښار کې د تیلو ټانکر د مساپر وړونکي بس موټر سره د جنګیدو په پایله کې قتل عام رامنځته شو.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د مساپر وړونکي بس چلوونکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې بس د مساپرو د سپریدو په خاطر په تم ځای کې ولاړ وو چې په ناڅاپي توګو د تیلو ټانکر ورسره وجنګید.
هغه ویلي دي چې په بس کې ۱۷ تنو مساپرو شتون درلود چې ۱۵ تنو يي ژوند د لاسه ورکړی دی.
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې پيښه د سنندج ښار د بسونو عمومي تم ځای ته نږدې د ډاکټر حسین په سیمه کې رامنځته شوې ده .
بس د مساپرو د سپریدو په خاطر په پارکینګ کې ولاړ وو چې ټانکر وسره وجنګید. وروسته ډیره زوروره چاودنه رامنځته شوه.
په پیښه کې د ټانکر چلوونکي هم ژوند د لاسه ورکړ. په پیښه کې د ټپیانو په اړه څه ندي ویل شوي.
د ویلو ده چې پدې پيښه کې شاوخوا ته ولاړو ګن شمیر موټرو ته زیان اوښتی دی.