په پاکستان کې ټرافیکي پیښې ګن شمیر کسان ووژل

د پاکستان د ګیلګیت  په سیمه کې د مساپر وړونکی  موټر  د چپه کیدو له امله ۷ تنو ژوند  د لاسه ورکړ.

901469
په پاکستان کې  ټرافیکي پیښې ګن شمیر کسان ووژل

د پاکستان د ګیلګیت  په سیمه کې د مساپر وړونکی  موټر  د چپه کیدو له امله ۷ تنو ژوند  د لاسه ورکړ.

د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  پیښه  د ګیلګیت  د غیزر ولسوالۍ  هوپر  په سیمه کې  چپه شوی دی.

پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  نوموړی  مساپروړونکی  موټر چې  غاکوچ  پر لورې  روان وو  د غیزر چترال  په لویه لاره کې  د نامعلوم  لامل  له امله  ژورې  درې ته  غورځیدلی دی.

پولیسو ویلي دي چې په پیښه کې  د موټر چلوونکي  په ګډون  ۷ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

پولیسو  ویلي دي چې  د پيښې د قربانیانو مړي  د درې نه  راویستل شوي دي او د معایناتو د قانوني مراحلو د پلي  کیدو نه وروسته به کورنیو ته وسپارل شي.

پولیسو ویلي دي چې  د پيښې لامل  ناڅرګند  دی او په اړه يي څیړنې پیل شوي دي.



اړوند خبرونه