د پاکستان  د کوټې په ښار کې پر پولیسو خونړی برید وشو.

په کوټه کې پر پولیسو برید وشو

890788
د پاکستان  د کوټې په ښار کې پر پولیسو خونړی برید وشو.

د پاکستان  د کوټې په ښار کې پر پولیسو خونړی برید وشو.

د کوټې ښار د سریاب روډ په سیمه کې نامعلومو وسله والو کسانو پر پولیسو خونړی برید وکړ.

د سیمې نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  پدې پیښه کې  دوه تنه پولیس مړه او یو تن بل  سخت ټپي شوی دی.

نامعلومو وسله والو کسانو  پر پولیسو  د برید سره  یو تن پولیس مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي وو. د ټپیانو نه هم  یو تن په روغتون کې ساه ورکړه.

د سیمې د پولیسو چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي  چې  پولیس  د وظیفې پر لورې روان ول چې د نامعلومو کسانو لخوا پرې برید وشو.

برید کوونکي  د پیښې د ځای نه په تیښته بریالي شوي دي. پولیسو ویلي دي چې  د برید په اړه يي  تحقیقات پيل کړي دي.

د ویلو ده  چې  دوه ورځې مخکې هم  د کوټې د رئیساني  روډ په سیمه کې پر پولیسو خونړی برید شوی وو چې له امله يي  یو تن پولیس ژوند  د دلاسه ورکړی وو.   



اړوند خبرونه