امریکا متحده ایالتونو پاکستان ته ورکړي  چورلکې بیرته  ترینه واخیستې.

امریکا پاکستان ته ورکړې چورلکې بیرته واخیستې

837341
امریکا متحده ایالتونو پاکستان ته ورکړي  چورلکې بیرته  ترینه واخیستې.

امریکا متحده ایالتونو پاکستان ته ورکړې   چورلکې بیرته  واخیستې.

امریکا پاکستان ته د پولو د څار په خاطر  ورکړې  چورلکې بیرته  غوښتي وې چې پرون يي  ورته  واستولې.

ویل کیږي  امریکا دا چورلکې  د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته ورکړې وې چې  د پولو د کنټرول، د ترهګرو د څارنې ، د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې  او مظاهرو  د څار لپاره به ترینه  استفاده کیده.

همداشان  د پاکستان  د کورنیو چارو وزارت  به  د نوموړو چورلکو نه د استفادې نه مخکې  په پاکستان کې د امریکا سفارت ته  خبر ورکولو.

امریکا  په ۲۰۰۲ کال کې د پرویز مشرف  د مشرۍ په دوران کې پاکستان ته  د پولو د کنټرول  او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په خاطر  ۹ چورلکې ورکړې وې چې  ۴ يي ترینه لنډه  موده  مخکې  اخیستې  وې  او پاتې  ۵ يي تیره ورځ  ترینه واخیستې.



اړوند خبرونه