په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو خونړۍ چاودنه وشوه
په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو خونړی برید وشو
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په امنیتي ځواکونو خونړۍ چاودنه وشوه.
د پاکستان د ازادۍ ورځې د ۷۰ یمې کلیزې په ورځ په امنیتي ځواکونو خونړی برید وشو.
د بلوچستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې ، د یاد شوي ایالت د هرنايي په ولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو خونړۍ چاودنه وشوه چې له امله يي ۶ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
ویل کیږي د امنیتي ځواکونو په موټر د ګزمې پر مهال د ریموټ کنټرول په واسطه چاودنه وشوه چې په پایله کې ۶ تنه مړه او ۳ تنه نور ټپیان شول.
د پیښې ټپیان سمدلاسه روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د پیښې په اړه څیړنې پيل شوي دي.
د ویلو ده چې د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې دا دویم ځل دی چې په امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه کیږي.
د تیرې خالي په ورځ هم په کوټه کې په امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۸ تنو سرتیرو په ګډون ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او د ۱۵ تنو سرتیرو په ګډون تر ۴۰ تنو ډیر پکې ټپیان شوي وو.
د برید مسئولیت کوم شخص یا ډلې په غاړه ندی اخیستی . د تیر برید مسئولیت بیا د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.