د نواز شريف د دندې د تعليق پرېكړه
په پاكستان كې ددې هېواد عالي محكمې د لومړي وزير نواز شريف د دندې د ځنډولو پرېكړه وكړه.
په پاكستان كې ددې هېواد عالي محكمې د لومړي وزير نواز شريف د دندې د ځنډولو پرېكړه وكړه. د پاكستان د اساسي قانون د محكمې د پرېكړې له مخې پر نواز شريف تور لګول شوى وو چې د د كورنۍ غړي يې په پراخه مالي فساد كې لاس لري.
د پانامه د مالي رسوايۍ پر اساس داسې اسناد افشا شوي ول چې د نواز شريف د كورنۍ د غړو د مالي حسابونو په اړه معلومات په كې شامل ول.
محكمې پر نواز شريف باندې د پېسو د مينځلو، په بهر كې په غير قانوني ډول د ملكيت د پېرودلو او ورته نورو مالي سرغړونو تور لګولى دى. سربېره پر دې محكمې نواز شريف په عمري توګه د سياست د كولو نه هم منعه كړى دى.
شريف د اساسي قانون د محكمې د پرېكړې نه وروسته استعفا وكړه.
محكمې همداراز د ماليې وزير محمد اسحاق دهر او د پاكستان د ملي شورا غړى او د نواز شريف زوم محمد صفدر عوام هم له دندو ګوښه كړي دي.
دا پرېكړه د محكمې لخوا د رايو په اتفاق سره شوې ده.