د پاکستان  د چمن په ښار کې  په پولیسو ځانمرګی برید  وشوه.

په چمن کې ځانمرګی برید وشو

767544
د پاکستان  د چمن په ښار کې  په پولیسو ځانمرګی برید  وشوه.

د پاکستان  د چمن په ښار کې  په پولیسو ځانمرګی برید  وشوه.

د سیمې نه  د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د پاکستان د چمن ښار د عیدګاه په سیمه کې  په بوغرا روډ باندې  د پولیسو په یو مشر ځانمرګی برید وشو چې له امله يي د پولیسو مشر په ګډون ۳ تنه مړه  او تر شلو تنو  ډیر  ټپیان شوي دي.

د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  ځانمرګی برید د موټر سایکل پر مټ شوی دی . ځانمرګی برید کوونکی چې په موټر سایکل سپور وو  د بوغرا روډ په سیمه کې  د پولیسو د مشر د موټر ترڅیرمه  ځان  ولوزو.

د پولیسو مشر په چاودنه کې سخت ټپي شوی وو  چې وروسته يي په روغتون کې ساه ورکړه. پدې پیښه کې  تر شلو ډیر کسان ټپیان شوي دي چې  ځینو روغتیايي حالت يي ښه ندی.

د پیښې نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته راورسیدې او ټپیان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړل.

پولیسو په سیمه کې په تحقیقاتو پیل کړی دی . د برید مسئولیت  تر اوسه پورې کوم شخص یا ډلې په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه