په بلوچستان کې په پوځیانو خونړی برید وشو
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې داځل د سمندري ځواکونو په موټر برید وشو
د پاکستان د بلوچستان ایالت د ګوادر په ښار کې د سمندري ځواکونو په موټر وسله وال برید وشو.
د پاکستان د سمندري ځواکونو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې د بلوچستان ایالت د ګوادر ښار د جیوني په سیمه کې ترهګرو د سمندري ځواکونو په یو موټر وسله وال برید وکړ چې په پایله کې دوه تنه افسران مړه او ۳ تنه نور ټپیان شول.
ویاند وویل چې د ترهګرو دا ډول بریدونه به د هغوې پر خلاف زمونږ د روانو عملیاتو مخه ونه نیسي او خامخا به هغوې د خپلو اعمالو په سزا ورسوو.
د بله پلوه د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دا برید په کلکو ټکو غندلی او د پیښې ټپیانو ته يي د عاجلې شفاء غوښتنه کړې ده .
نواز شریف هم ویلي دي چې د ترهګرو دا ډول بریدیونه به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې زمونږ کلکه اراده ضعیفه نکړي .
هغه ویلي دي چې په بلوچستان کې به ترهګرو ته د لا زیات فعالیت اجازه ورنکړي.
د ویلو ده چې د برید مسئولیت کوم شخص یا ډلې په غاړه ندی اخیستی.