په چکوال کې ټرافیکي پيښې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
په چکوال کې یوه لارۍ د یو شخصي موټر سره وجنګیدله.
732770
![په چکوال کې ټرافیکي پيښې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9bdf/9e0e/800b/591a85b1b8d46.jpg?time=1718959147)
د پاکستان د چکوال په سیمه کې ټرافیکي پيښې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د چکوال د پولیسو په وینا پیښه د مونا په نامه په سیمه کې رامنځته شوې ده.
پولیسو ویلي دي چې په یاده شوې سیمه کې یوې لارۍ د یو خصوصي موټر سره ټکر وکړ. د نوموړې پیښې له امله لږ تر لږه ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې په خصوصي موټر کې د یوې کورنۍ غړي سپاره ول.
پولیسو ویلي دي چې د پیښې وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته راورسیدې او ټپیان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړل.
د ټپیانو نه د بعضو روغتیايی حالت ښه ندی.
پولیسو د پيښې په اړه پراخه څیړنې پیل کړي دي.