په پاکستان عسکري الوتکې سقوط وکړ.

د پاکستان د هوايي ځواکونو اړوند  میراج ۲۰۰۰ ډوله عسکري الوتکې  د نامعلوم لامل له امله  سقوط وکړ.

723940
په پاکستان عسکري الوتکې سقوط وکړ.

په پاکستان عسکري الوتکې سقوط وکړ.

د پاکستان د هوايي ځواکونو اړوند  میراج ۲۰۰۰ ډوله عسکري الوتکې  د نامعلوم لامل له امله  سقوط وکړ. ویل کیږي  پيلوټ  د الوتکې نه ځان  ګوزار کړی دی.

د پاکستان  د هوايي ځواکونو ویاند  ویلي دي چې  ددوې یوې عسکري الوتکې نن د سهار په ساعتونو کې  د پنجاب ایالت  د جهنګ  د اټهاره هزاري  د سیمې ترڅنګ  سقوط کړی دی. ویاند ویلي دي چې الوتکه  د تعلیمي  الوتکې په خاطر  پورته شوې وه چې د الوتنې پر مهال يي  سقوط وکړ.

هغه ویلي دي چې د الوتکې پیلوټ ځان په پراشوټ کې ګوزار کړی دی. د ژغورنې ډلو  هغه  ژوندی  ژغورلی دی.

پدې پیښه کې  هیچا ته  ځاني زیان ندی اوښتی.

هغه ویلي دي چې د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي. د یادولو وړ ده چې  تیره میاشت هم  د پاکستان  د هوايي ځواکونو یوې تعلیمي الوتکې  د جهلم په سیمه کې د یوې ونې سره  د جنګیدو له امله  راولویدلې وه.



اړوند خبرونه