خیبر ایجنسۍ په سیمه کې په امنیتي پوستې وسله وال برید وشو.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا د خیبر ایجنسۍ په سیمه کې په امنیتي پوستې وسله وال برید وشو.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا د خیبر ایجنسۍ په سیمه کې په امنیتي پوستې وسله وال برید وشو.
د خیبرایجنسۍ د امنیتي سرچینو د خبر له مخې تیره شپه ترهګرو یو ځل بیا په یوې امنیتي پوستې وسله وال برید کړ . امنیتي ځواکونو سمدلاسه په ځوابي برید پیل وکړ چې له امله يي د ترهګرو برید په شا وتنبول شو.
سرچینې ویلي دي چې د برید کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه ۳ تنه برید کوونکي له منځه وړل شوي دي. په برید کې پاکستاني سرتیرو ته ځاني زیان ندی اوښتی.
د بله پلوه د پاکستان خبري سرچینو بیا ویلي دي چې برید کوونکي د افغانستان له لورې نه راغلي وو.
د ویلو ده چې درې ورځې مخکې هم ترهګرو د خیبرايجنسۍ د لنډي کوتل په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو په یوې پوستې برید کړی وو چې له امله يي ۲ تنه سرتیري مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي وو.