د لاهور د تیرې ورځې برید له امله د مړو شمیره لوړه شوه
د پاکستان د لاهور په ښار کې د تیرې ورځې د خونړي برید د مړو شمیره نوره هم لوړه شوه.
د پاکستان د لاهور په ښار کې د تیرې ورځې د خونړي برید د مړو شمیره نوره هم لوړه شوه.
د پاکستان د لاهور په ښار کې پرون د مازیګر نه وروسته د مظاهرې په منځ کې چاودنه وشوه چې له امله يي لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۸۰ تنو ډیر کسان ټپيان شوي دي.
تیره ورځ د پاکستان د لاهور په ښار کې د درملتونونو خاوندانو د درملو په اړه د حکومت د نوو اصلاحاتو د غندنې په موخه لویه مظاهره وکړه.
په مظاهره کې په سلګونو تنو ګډون کړی وو. د مظاهرې په منځ کې چاودنه وشوه.
د مظاهرې سیمه د وینو په ډنډ بدله شوه.
د پاکستان د امنیتي سرچینو د خبر له مخې ځانمرګي برید کوونکي په موټر سایکل کې ځای په ځای کړي چاودیدونکي توکي د مظاهره کوونکو په منځ کې وچول.
د برید مسئولیت د تحریک طالبان پاکستان څانګې جماعت الاحرار په غاړه واخیسته.
یادې شوې ډلې ویلي دي چې دا برید يي د پاکستان د پوځ لخوا د افغانستان او پاکستان په پوله کې د طالبانو پر خلاف د روانو عملیاتو په غچ کې ترسره کړی دی .
همداشان د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه انديښنې شتون لري.
د بله پلوه په پاکستان کې او په ځانګړې توګه په لاهور ښار کې ماتم اعلان شوی دی .
د تیرې ورځې د خونړۍ پیښې له امله نن د پاکستان بیرغونه نیمه ځوړند کیږي.