ایران بالستیک توغندی وازمایه.
ایران یو ځل بیا بالستیک توغندی وازمایه
ایران بالستیک توغندی وازمایه. امریکا د ایران لخوا د بالستیک توغندي ازمایل تایید کړي دي.
پداسې حال کې چې سپینې ماڼۍ د ایران لخوا د بالستیک توغندي ازمایښت پخلی کړی دی خو پنټاګون بیا پدې اړه غوڅ څه ندي ویلي.
د امریکا متحده ایالتونو فوکس تلویزیوني کانال د ایران لخوا د پلازمینې تهران په ۱۴۰ کیلومترۍ کې د هورام شهر په سیمه کې بالستیک توغندي د ازمایلو ادعا وکړه.. د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ ددې ادعا پخلی وکړ خو پنټاګون بیا څه ندي ویلي.
د سپنې ماڼۍ ویاند شیان سپایسر ویلي دي چې ایران بالستیک توغندی ازمایلی دی او امریکا د نوموړي توغندي د جزیاتو په اړه څیړنې کوي. هغه دا څرګندونې په ورځنۍ خبري غونډه کې وکړې.
هغه د ایران لخوا د بالستیک توغندي د ازمایلو د ادعا په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « امریکا د ایران لخوا د بالستیک توغندي د ازمایلو نه خبرداره ده. مونږ د نوموړي توغندي د جزیاتو په تمه یو. »
د پنټاګون ویاند بیا ویلي دي چې د ایران لخوا د بالستیک توغندي د ازمایښت په اړه ادعاګانې شتون لري خو د غوڅو معلوماتو د ترلاسه کولو نه مخکې ددې ادعاګانو پخلی کولی نشي.
هغه وویل چې په سیمه کې د ایران ټول فعالیتونه د نږدې نه څارل کیږي او که چیرې ایران په واقعیت سره بالستیک توغندی ازمایلی وي دا د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړې نه په ښکاره توګه سرغړونه ده.
د یادولو وړ ده چې ایران د تیر کال د مارچ او مې په میاشتو کې هم بالستیک توغندي ازمایلي وو. ایران د تیر کال د مې په میاشت کې ۲۰۰۰ کیلومتره واټنه بالستیک توغندی په بریالیتوب سره ازمایلی وو.
ددې پرمختګ نه وروسته په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا ځانګړې استازې د مسلې په اړه د امینت شورا بیړنۍ غونډې ته رابللې دی.