پاکستان دا ځل منځ واټنه بالستیک توغندی په بریالیتوب سره وازمایه
د پاکستان پوځ په بریالیتوب سره د یو منځ واټنه بالستیک توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړ.
![پاکستان دا ځل منځ واټنه بالستیک توغندی په بریالیتوب سره وازمایه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/b14b/c092/0ba8/5852422e502f7.jpg?time=1719216386)
د پاکستان پوځ په بریالیتوب سره د یو منځ واټنه بالستیک توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړ.
د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې « د بابر په نامه منځ واټنه توغندی چې د مځکې او سمندر نه د ۷۰۰ کیلومترو په واټن کې خپل هدف په کامله توګه د لمنځه وړو توان لري په بریالیتوب سره وازمایل شو. »
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بابر په نامه دا منځ واټنه توغندی په ډیره ټیته ارتفاع کې د هر ډول سرګلولو د انتقال ظرفیت لري.
د پاکستان لوی درستیز ستر جنرال زبیر حیات د توغندي د ازمایښت نه وروسته د توغندي جوړونکو انجینیرانو او د هغوې ډلې ته مبارکي وویله.
هغه وویل چې ددې توغندي سره پاکستان خپل نوي هدف ته لار پیدا کړه. دا توغندی زمونږ لپاره تر وروستۍ درجې مهم او ارزښتمند دی.
د یادولو وړ ده چې پاکستان ددې توغندي د ازمایلو سره خپل ګاوندي او ستر رقیب هیواد هند ته یو ځل بیا میدان وډبو.