ایران دا ځل امریکا متحده ایالتونو ته ګواښ وکړ.
امریکا په ایران د موجودو بندیزونو موده غځوي
ایران دا ځل امریکا متحده ایالتونو ته ګواښ وکړ.
د ایران دیني مشر ایت الله علي خامنه يي د امریکا متحده ایالتونو لخوا په ایران د لګیدولو بندیزونو موده د لسو نورو کلونو پورې د غځیدو د پریکړې نه وروسته امریکا وګواښله.
هغه ویلي که چیرې امریکا دې پریکړې ته قانوني بڼه ورکړي او په ایران د لګیدولو بندیزونو موده تر لسو نورو کلونو پورې وغځوي مقابل ګامونه پورته کړي. دا ښکاره توګه د اټومي تړون نه سړغړونه ده .
د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د خبر له مخې ، د نوموړي هیواد دیني مشر دا څرګندونې په پلازمینه تهران کې په خپله اقامتګاه کې د انقلاب ساتوونکو ځواکونو د قومندانانو سره په لیدنه کې وکړې.
خامنه يي پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې « د امریکا موجودې ادارې څو ځله د ایران سره د لاسلیک کړي اټومي پروګرام تړون نه سرغړونه کړې ده. ددې وروستۍ بیلګه په ایران د لګیدولو بندیزونو موده تر لسو نورو کلونو پورې د غځولو په اړه ترسره شوي اقدامات دي. که چیرې امریکا دې اقداماتو ته قانوني بڼه ورکړي او په ایران د لګیدولو بندیزونو د مودې د غځولو اړوند د قانون مسوده په قانون بدله شي ایران به هم متقابل ګامونه پورته کړي. »
هغه وویل چې ایران اسلامي جمهوریت به د امریکا ددې اقدام پر وړانډې چپه خوله پاتې نشي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسي جرګې تیره اوونۍ په ایران د موجودو بندیزونو موده تر لسو نورو کلونو پورې د غځولو اړوند د قانون مسوده د رایو په اکثریت سره ومنله.
مسوده د مشرانو جرګې ته استول شوې ده . د مشرانو جرګې لخوا د تصویبدو نه وروسته د توشیح په خاطر ولسمشر باراک اوباما ته استول کیږي.