په پیښور کې د پولیسو یو تن مشر په ډزو ووژل شو
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې د پولیسو یو تن مشر په ډزو ووژل شو.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې د پولیسو یو تن مشر په ډزو ووژل شو.
د پیښور د پولیسو د سرچینو د معلوماتو له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د پیښور د چارسدې د صدریاب په سیمه کې د پولیسو یو تن مشر چې د کور نه د وظیفې پر لورې روان وو د ناپیژانده برید کوونکي لخوا ووژل شو.
سرچینې ویلي دي چې برید کوونکی چې په موټر سایکل سپور وو او په درندې وسلې سمبال وو د پولیسو په مشر اکبر علي ډزې وکړې او هغه يي ووژلو.
برید کوونکی د پیښه نه وروسته په تیښته بریالی شوی دی.
سرچینې ویلي دي چې د پولیسو د مشر مړی د اوتوپسي معاینې په خاطر د چارسدې دولتي روغتون ته وړ شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د تیرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې او په ځانګړې توګه په خیبرپښتونخوا ایالت کې په پولیسو وژونکي بریدونه کیږي. د پاکستاني خبري رسنیو د خبر له مخې د ۲۰۰۷ کال راهیسې په پیښور کې ۱۳۰۰ تنو پولیسو په وسله والو بریدونو کې ژوند د لاسه ورکړی دی.