د خیبرپښتونخوا د دیر په سیمه کې د جماعت اسلامي د ګوند په چارواکي خونړی برید وشو
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د لویر دیر په سیمه کې د جماعت اسلامي ګوند په یو چارواکي خونړی برید وشو.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د لویر دیر په سیمه کې د جماعت اسلامي ګوند په یو چارواکي خونړی برید وشو.
د پاکستان د خبري رسنیو د خبر له مخې د لویر دیر په سیمه کې د جماعت اسلامي ګوند د رباط د سیمې په مسول شاد نواز خان خونړی برید وشو چې له امله د هغه ورور او دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
په خبر کې راغلي دي چې د جماعت اسلامي ګوند چارواکی د برید نه روغ رمټ وتلی دی .
د برید نه وروسته د پولیسو او برید کوونکي یا برید کوونکو ترمنځه نښته شوې خو برید کوونکی یا برید کوونکي په تیښته بریالي شوي دي.
د سیمې پولیسو ویلي دي چې په پیښه کې د وژل شوو کسانو جنازې د تحقیقاتو په موخه د عدلیې طب مرکز ته استول شوي دي.
د برید کوونکي د نیولو په خاطر پراخه پلټنې پیل شوي دي. د سیمې پولیسو ویلي دي چې دا لا معلومه نده چې برید د چا لخوا شوی دی .
د برید مسولیت هم چا په غاړه اخیستی ندی.