پاکستان تر کوچنی اټومي توغندی په بریالیتوب سره وازمایه
پاکستان په نړۍ کې تر ټولو کوچنی اټومي توغندی جوړ کړ
![پاکستان تر کوچنی اټومي توغندی په بریالیتوب سره وازمایه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/3e1f/3b68/f935/56f161aba06b2.jpg?time=1719196662)
د پاکستان د اټومي چارو متخصص او نامتو فزیک پوه ډاکټر سمر مبارک ویلي دي چې هیواد يي تر اوسه پورې تر ټولو کوچنۍ اټومي سرګلوله او د هغه لپاره د ۶۰ کیلومتره په واټن د نصر په نامه توغندی جوړ او په بریالیتوب سره وازمایه.
ډاکټر سمر مبارک دا څرګندونې په بلوچستان ایالت کې د لومړني اټومي توغندي په بریالیتوب سره د ازمایلو په مراسمو کې وکړې. هغه وویل چې هیواد يي په نړۍ کې تر اوسه پورې تر ټولو کوچنۍ اټومي سرګلوله او د هغه لپاره توغندی جوړ کړی دی. همداشان هغه ګواښ کړی چې د هندوستان د احتمالي برید پر مهال به دا توغندی د هغوې پر خلاف وکاروي. هغه ویلي دي چې دا کوچنی اټومي توغندی د ۴۰ عسکري قطعو د لمنځه وړ توان لري. هغه وویل چې هندوستان پدې وروستیو کې د پاکستان سره په پوله کې ۴۰ عسکري قطعي سرتیري ځای په ځای کړي دي.
هغه وویل چې د هندوستان د احتمالي برید پر مهال به پاکستان د ځانه د دفاع په خاطر ددې توغندي نه کار واخلي. دا توغندی د څو ثانیو په دننه کې د نوموړو ۴۰ قطعو عسکرو د لمنځه وړو ظرفیت لري. هغه وویل که چیرې د هندوستان له لارې پرې برید وشي خامخا به يي پر خلاف ددې اټومي توغندیو نه کار واخیستل شي.