په هند كې سېلاوونو ۱۲۰ تنه وژلي

د هندوستان په سوېل كې د تاميل ناتو په ايالت كې د شديدو ورښتونو او سېلاوونو له امله د وژل شوو كسانو شمېره ۱۲۰ ته لوړه شوه.

367640
په هند كې سېلاوونو ۱۲۰ تنه وژلي


د هندوستان په سوېل كې د تاميل ناتو په ايالت كې د شديدو ورښتونو او سېلاوونو له امله د وژل شوو كسانو شمېره ۱۲۰ ته لوړه شوه.
په سيمه كې د تېرو ۱۰ ورځو راهيسې باران اوريږي چې زرګونه استوګنځايونو او سوداګريزو مركزونو ته يې هم زيان رسولى دى. په سيمه كې د ناورين د كنترول په موخه د ايالت لومړي وزير د مركزي حكومت نه د مرستې غوښتنه وكړه.
د ناورين په سيمه كې د ژغورنې عمليات روان دي خو په زرګونه كسان د پاكو اوبو او خوراكي موادو د نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي.
دا په داسې حال كې ده چې د هندوستان د د ميتورولوژۍ ادارې ويلي دي چې په سيمه كې به يوه بله ورځ هم بارانونه اوريږي.
هر كال په هندوستان او شاوخوا هېوادونو كې د ماسون د باراني موسم په ترڅ كې لسګونه كسان خپل ژوند له لاسه وركوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه