په پاكستان كې زلزله

د پاكستان د بلوچستان په ايالت كې نن سهار د ريشتر په كچه د ۵،۵ په لويوالي سره زلزله وشوه.

314201
په پاكستان كې زلزله


ويل كيږي چې د زلزلې مركز ددې ايالت د كوزدار سيمه وه. تر اوسه پورې په زلزله كې د ځاني يا مالي زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي خو د سيمه ايزو چارواكو له قوله يو شمېر كورونو ته زيان رسېدلى دى.
د ځاني زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.
پاكستان او د هندوستان يوه برخه د زلزلې د ليكې په شاوخوا كې پرته ده. ددې امله په هېواد كې وخت نا وخت زلزلې كيږي.
په ۲۰۰۵ كال كې د پاكستان تر ولكې لاندې كشمير سيمه كې د ريشتر په كچه د ۷،۳ په لويوالي سره د زلزلې له امله شاوخوا ۷۳ زره كسان وژل شوي او ۳ ميليونه نور بې كوره شوي ول.
په ورته ډول په ۲۰۱۳ كال كې په بلوجستان كې هم د زلزلې له امله ۳۷۰ تنه وژل شوي ول.
له پلوه د پاكستان په بېلابېلو سيمو كې د موسمي بارانونو او سېلاوونو په پايله كې خلكو ته مالي زيانونه رسېدلي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه