پاكستان ۱۲ تنه طالبان اعدام كړل.

په پاكستان كې د طالبانو ۱۲ تنه غړي چې د نوموړي هېواد په بېلابېلو محبسونو كې بنديان ول نن سهار اعدام شول.

267999
پاكستان ۱۲ تنه طالبان اعدام كړل.


د پاكستان د كورنيو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې دا كسان د كراچۍ، ملتان، فيصل آباد، ګوجرانوالا، جنګ او راولپېنډۍ په ښارونو كې په خپلو سزاګانو ورسېدل.
تېره اونۍ دې د دې هېواد د كورنيو چارو وزارت څرګنده كړې وه چې په هېواد كې د اعدام د سزا د بنديز په اړه د ولسمشر حكم لغوه شوى دى. همداراز ولسمشر ممنون حسين د اعدام شوو كسانو د بښنې غوښتنه نه وه منلې.
دا پرېكړه د پاكستاني طالبانو لخوا د دسمبر په مياشت كې په پېښور كې پر يو ښوونځي باندې د بريد په پايله كې د شاوخوا ۱۵۰ تنو زده كوونكو د وژل كېدو په غچ كې شوې ده.
په پاكستان كې شاوخوا ۸ زره كسان د بېلابېلو جرمونو په تور د اعدام په سزا محكوم شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه