د ايران او پاكستان ترمېنځ پر پلوه نښته شوي.

د يو شمېر پاكستاني رسنيو د خبر له مخې د بلوچستان په سرحدي سيمه كې د ايراني او پاكستاني ځواكونو ترمېنځ پر يو بل باندې د توپونو ډزې شوي دي

169237
د ايران او پاكستان ترمېنځ پر پلوه نښته شوي.

د يو شمېر پاكستاني رسنيو د خبر له مخې د بلوچستان په سرحدي سيمه كې د ايراني او پاكستاني ځواكونو ترمېنځ پر يو بل باندې د توپونو ډزې شوي دي.
د پاكستان يو تن نظامي چارواكي څرګنده كړه چې نن سهار د ايراني ځواكونو لخوا د پاكستان پر خاوره د توپونو شپږ ډزې وكړې چې پاكستاني ځواكونو يې هم ځوابي ډزې وكړې.
پدې نښته كې چا ته مالي او يا ځاني زيان نه دى رسېدلى.
تېره اونۍ هم پاكستاني چارواكو اعلان وكړ چې د ايران لخوا په ډزو كې يې يو تن سرتېرى وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
ايران پر پاكستان تور لګوي چې پخپله خاوره كې يې سني سختدريځه جنګياليو ته ځاى وركړى دى. دا جنګيالي وخت نا وخت د ايران پر خاوره باندې بريدونه كوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه