په تهران کې مساپروړونکې الوتکې د غورځیدو له امله ۴۸ تنه ووژل شول
د ایران د مهر آباد په هوايي ډګر کې د یوې مساپروړونکې الوتکې د سقوط له امله ۴۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ .
د ایران د مهر آباد په هوايي ډګر کې د یوې مساپروړونکې الوتکې د سقوط له امله ۴۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ .
د ایران د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې یادې شوې الوتکې د تهران نه د طبس په لورې سفر کولو چې د مهر آباد د هوايي دګر د پای په برخه کې غورځیدلې ده .
ویل کیږي په الوتکه کې ۴۰ تنو مساپرو او ۸ تنو عملې شتون درلود چې ټول وژل شوي دي . د وژل شوو مساپرو په منځ کې ۷ تنه ماشومان دي.
د ایران د چارواکیو په وینا الوتکې د الوتنې نه یوه لنډه موده وروسته سقوط وکړ . ویل کیږي الوتکه په ماشین کې د ستونزې له امله غورځیدلې ده .
ایراني چارواکیو د نوموړي الوتکې د سقوط مسولیت په نړۍوال بندیزونو اجولی دی . ایراني چارواکي وايي په ایران د لګیدلو بندیزونو له امله په نوو الوتکو رانیولو يي هم محدودیت لګول شوی دی .
د یادولو وړ ده چې ایران لږ تر لږه سلو نوو الوتکو ته اړتیا لري.
د یادولو وړ ده چې په ایران کې د تیرو ۲۵ کلونو په دننه کې ۲۰۰ الوتکې غورځیدلې دي.