د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي‌ توکي

د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي‌ توکي

2045608
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي‌ توکي

 

د تورکیې د بینګول ولایت چې د هیواد  په ختیځه اناتولیا سیمه کې پروت دی او د لوړو غرونو او بډایه نباتاتو سره محاصره ده په سیمه کې د شاتو د تولید یو له مهمو مرکزونو څخه دی.                                                                                                                      د بینګول شات د بنګول پوهنتون په غوښتنه  د تورکیې د جغرافیایي پلوه راجستر شوو محصولاتو په لست کې شامل شول. په بینګول کې، چې تر ۱۷۰۰ پورې ګلانو او سیمه ایزو نباتاتو او همدارنګه په سیمه کې د بلوط ځنګلونو سره بډایه نباتات لري. پدې ولایت کې د درو منځنۍ لوړوالی ۱۵۰۰ نه تر دوه زره متره دی، نو د دوبي دوره سړه ده او د ګل کولو موده اوږدیږي. دا جغرافیایی شرایط د هستوګنې ساحې چمتو کوي چې د جون څخه تر اکتوبر پورې د کډوالو  مچیو ساتلو فعالیتونو زمینه برابروي. د مچیو ساتونکي کولی شي د می په میاشت کې د محلي چارواکو په اجازې سره د نیکټار جریان موثریت او د هوا د تودوخې زیاتوالي پورې اړه لري‌ د مچیو صندقونو ځای او مکان تغیر کړي. د بینګول شات چې رنګ یې له سپک امبر څخه تر تیاره امبر پورې توپیر لري او یو خوندور خوند لري، په دوو ټولیدیږي. د مچیو کالونیو د شیدو ورکولو موده د سپتمبر پیل دی. د شیدو کولو وروسته، فلټر شوي شات په شیشه يي بوتلونو کې د مصرف لپاره وړاندی کیږي. د بینګول شات د دې وړتیا لپاره پیژندل کیږي چې د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي پرته لدې چې خوند له لاسه ورکړي یا د مناسب ذخیره کولو شرایطو لاندې خواږه شي.



اړوند خبرونه