د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1944564
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

په تورکیه کې د فبرورۍ په شپږمه نېټه دوه لویې زلزلې وشوې. د کارپوهانو په وینا، دا زلزلې چې د ۸ ساعتونو په وقفه کې رامنځته شوې، د نړۍ په تاریخ کې ساری نلري. که مونږ په سمندرونو کې زلزلې په پام کې ونیسو، دا د شدت له پلوه د نړۍ په تاریخ کې د لسو لویو زلزلو څخه دي. د زلزلې له امله د اغیزمنو ښارونو شمیر هم خورا لوړ دی. د زلزلې له امله لس بېلابېل ښارونه اغېزمن شوي دي. د شمال-جنوبي کرښې او ختیځ - لویدیز کرښې دواړو اغیزو او تخریبونو ته په پام سره ، د آلمان د مساحت مساوي سیمه د زلزلې لخوا اغیزمنه شوې. په بل عبارت، که دا زلزله په آلمان کې شوې وای، نو نږدې ټول هیواد به د زلزلې له امله اغیزمن شوی وای. کله چې د زلزلې لخوا اغیزمن شوي ۱۳نیم میلیون خلک پدې شمیرو کې اضافه شي ، په مینځ کې انځور واقعیا خورا سخت دی.

 

د تورکیې د سیاسي‌ اقتصادي‌ او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ د امنیتي‌ څيړونو مشر څیړونکي‌ پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

که څه هم د زلزلې له لومړۍ شېبې څخه سختې هڅې روانې دي، خو دا ډېره ممکنه نه ده چې د دغه سې یوې  زلزلې تخريبي اغېزو ته په چټکۍ او کافي توګه  ځواب وویل شي

. د حقیقت په توګه، که څه هم د زلزلې سره د مبارزې په برخه کې  ټول صلاحیت لرونکي‌  ادارې په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې زلزله ځپلو سیمو ته واستول شوې خو  دوی په بشپړه توګه کافي نه وو. خو که چیرې  په تیرو ۲۰ کلونو کې د تورکیې ودې او ظرفیت لوړیدو ته توجه وکړو دا ویلی شو چې تورکیه کولی شي‌ چې ددې زلزلې پایلو سره بریالۍ  مقابله وکړي.  خو ددې سره سره ، تورکیه لاهم د یوې اوږدې پروسې سره مخ ده. د دغو پروسو په سر کې او لومړی د زلزلو له امله د رامنځته شوې ویجاړي او خرابیو له منځه وړل دي. د ویلو ده چې د زلزلې د رامنځته کیدو نه وروسته  لومړی  ۷۲ ساعته خورا مهم دي او دا وخت د پای ته ورسید.

د ویلو ده چې تر لس زرو ډیر کسان ژغورل شوي دي  خو ځاني‌ تلفاتو رقم هم ډیر لوړ دی او نږدې ۱۸ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.دا  څرګنده ده چې مرګ ژوبلې رقم  به ډېر لوړ وي. له همدې امله، د زلزلې تر ټولو ستره اغیزه به ځاني‌ تلفات وي. کیدای شي‌ چې پدې زلزله کې د ځاني‌ تلفاتو شمیره د تورکیې په تاریخ کې تر ټولو لوړ رقم ته ورسیږي. دا شمیر ممکن په ۱۹۹۹ کال کې د ایزمیت  زلزلې څخه هم لوړ وي.

 

دویمه مسله دا ده چې اوس مهال ۱۳.۵ میلیونه خلک د زلزلې له امله اغیزمن شوي دي. د داسې وګړو د سرپناه او نورو بیړنیو اړتیاوو پوره کول به خورا ستونزمن او وخت ته اړتیا ولري. بله مسله د زلزلې ټولنیز  او رواني اړخ دی. زلزلې یو له طبیعي پیښو څخه دی چې د ټولنې په عمومي  روح  باندې د پام وړ بدې اغیزې لري. د ویلو ده چې په یو داسې ټولنې چې په تازه ګې کې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ  له اغیزو ژغورل شوي‌ وي‌ او یا د ژغورولو هڅه کوي‌ د داسو پيښو رامنځته کیدل ، کیدای شي‌ چې پدې ټولنې تل پاتې اغیزې پریږدي.. له همدې امله، دا خورا مهم دی چې د ټولنې رواني  حالت او روغتیا پیاوړې وساتل شي‌  او د دې لپاره د ټولنې ترمنځه پیوستون او همغږي‌ ځانګړی اهمیت لري. د ویلو ده چې د  تورکيې ټولنې په تېرو طبيعي پېښو کې د پيوستون او همغږۍ  دا ډول بېلګې ښودلي، ويلای شو چې دا ځل به هم هماغه روحيه په ټينګه راڅرګنده کړي.

 

هره زلزله  خامخا اقتصادي پایلې لري. په تورکیه کې دا زلزله به هم خورا اقتصادي لګښتونه هم ولري. که څه هم د دې وړاندوینه کول خورا ستونزمن کار دی، دا اټکل ستونزمن نه دی چې د دې شدت د زلزلې اقتصادي لګښت به خورا لوړ وي.په تورکیه کې دا زلزله که چیرې  د جرمني په اندازه په یوه سیمه کې وشوه، خو د اوکراین د جګړې په پرتله یې زیاته تباهي رامنځ ته کړه. له همدې امله، له تورکیې سره د مرستو په اړه د نړیوالې ټولنې فعال دریځ باید دوام ومومي.



اړوند خبرونه