د ترکیې د بهرنۍ اجندا تحلیل

د ترکیې د بهرنۍ اجندا تحلیل

1114013
د ترکیې د بهرنۍ اجندا تحلیل

 

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  یو ځل بیا د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ویستو  پریکړه وکړه. ددې په هیله چې  ټرمپ  یو ځل بیا  د امریکا د موجود سیستم د فشارونو او اغیزو لاندې  رانشي  او د خپلې پریکړې نه لاس په سر نشي. د هغه د وینا په څیر  امریکايي ځواکونه  صحي سالمه توګه  خپل هیواد ته ستانه شي.

دلته د ټولو سره  ډول ډول پوښتنې  پیدا شوي دي. امریکا  ولې د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو پریکړه وکړه؟ ایا امریکا په واقعیت سره  د سوریې نه  خپل سرتیري وباسي؟ ایا د سوریې  نه د خپلو ځواکونو د ویستو په صورت کې  په بل ډول  خپل پوځي موجودیت ته دوام  ورکوي او داسې نور.

ایا  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو په صورت کې به اسراییل څه ډول سیاست غوره کړي؟ ایا  فرانسه به  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو  د وتو په صورت کې  د هغوې  تشه ډکه کړي . د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو مسله به  د سوریې په اړه د ایران، روسیې ، سوریې رژیم، سعودي عربستان او نورو عربي هیوادونو په سیاستونو څه ډول  اغیزې وکړي؟ همداشان  نړۍوال خبري رسنۍ  دې مسلې ته  تر ټولو زیات  د کوردانو د مسلې په توګه  کتنه کوي.

د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د امریکا لخوا د سوریې نه  امریکايي ځواکونو د وتو پریکړې ته  یو زیات شمیر لویدیځوالې خبري رسنۍ  ایا امریکا د نړۍ د ژاندارم  دنده ترسره کوي او که نه؟ ایا امریکا په سوریه کې  خپل متفقین کوردان  یواځې پریږدي  د پنجرې نه کتنه کوي.

د بله پلوه  د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون  د امریکا لخوا د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو د پریکړې له امله  ډیرې سختې نیوکې وکړې. حتا  د متحدوالي مسئله  يي تر پوښتنې لاندې راوړه. ماکرون د ټرمپ د پریکړې نه وروسته  په خپله وینا کې وویل چې  متحد باید  د اعتماد او باور وړ وي. متحد باید د نورو متحدینو سره  اوږه په اوږه مبارزه وکړي.

ښه دلته پوښتنه  داده چې ایا  امریکا د نړۍ ژندارم  ځواک  دی ؟

ایا امریکا باید  ټولې نړۍ د امنیت مسئولیت په غاړه ولري؟ امریکا باید د نړۍ ژاندارم  وي؟ اصل  مسئله خو داده  چې  د امریکا په ګډون ټول هیوادونه باید د نړۍوال عدالت د مسلې نه  ملاتړ وکړي. د نړۍوال عدالت په تامین کې  همکاري وکړي.

د بشري حقونو د تیریو، په خپلو ټولنو کې  عام وژنې   او نسل وژنو  ته  باید  د داخلي مسئلو په توګه  ونه کتل شي.

خو له بده مرغه چې  ډیری  ځل  نړۍوالو  طاقتونو  ددې ډول  مسلو نه د نړۍوالو مداخلو په برخه کې د بهانو په توګه کار اخیستی دی.

خو ددې ټولو سره سره  باید د هیوادونو لخوا  د خپلو ټولنو او خلکو عام وژنو، نسل وژنو او بشري حقونو نه تیریو ته د هغوې د کورنیو مسلو په توګه ونه کتل شي. پدې ډول  تیریو او جنایتونو باندې باید سترګې پټې نکړی شي.

دویمه  پوښتنه داده  چې ایا کوردان  د دویم ځل لپاره د خیانت  قرباني شول؟

یو زیات شمیر لویدیځوالو خبري رسنیو خپلو ټولنو ته  پ  ک ک او پ وای ډي ترهګرې ډلې  د کوردانو استازي دي په مسلو کې  یو اندازه  قناعت ورکړی دی. خو  زما  په اند  یواځې  هغه  برخه چې  قناعت  يي حاصل شوی ندی هغه پخپله  کوردان  دي. ځکه چې کوردان پدې ډیر ښه پوهیږي چې د لسګونو کلونو راهیسې  دوې ته  تر ټولو ستر  ضرر  د پ ک ک  او پ وای ډي ترهګرو لخوا رسیدلی دی. هو نوموړو ترهګرو  ترکي ماشومان، ښځې او ځوانان، د ای بوکې په څیر  میړانه  ښوونکې، ملکي وګړي، پولیس او عسکر هم  په شهادت رسولي دي. خو  د پ ک ک ترهګرې ډلې لخوا  د وژل شوو څه باندې  ۴۰ زرو تنو  ډیری پخپله کوردان دي.

د پ ک ک ترهګرې ډله  ټولو هغه  کوردانو ته  چې  د مارکسیست، لیلنیزم او ترهګرو د اډیالوژۍ سره مخالفت  ښايي پرته د مرګه  بل څه نه ورکوي. هغوې ته پرته د مرګه  بله لاره او چاره  نه پریږدي.

همداشان  په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګه پ وا ډي هم  د پ ک ک  لار  او د خپو چاپونه  تعقیبوي. هغوې  ټول  کوردان  او عربان  چې ددوې د آیالوژۍ او مفکورې سره  مخالفت کوي  له منځه وړي  .

همداشان  د هغه  کوردانو چې ددوې د آډیالوژۍ او مفکورې سره  مخالف  دي  ترکیې ته پناه  راوړي. ددوې لپاره د خلاصون او ژغورنې یواځنۍ لار  ترکیه ده.

خو له بده مرغه چې  لویدیځوال  خبري رسنۍ  دې مسلې ته  د ذرې په اندازه هم انعکاس نه ورکوي. نوموړي خبري رسنۍ  د پ ک ک ترهګرې ډلې نه  د چیرکي او ازادۍ د اتلانو په توګه یادونه کوي. خو  ددې سره سره  دوې په اصلي حقیقت هم  اګاه  دي.

ښه دلته  یوه بله پوښتنه هم  شتون لري چې ایا په ترکیه کې میشت نږدې ۴ میلیونه تنه کډوال څوک  دي؟

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  لویدیځوالو هیوادونو ته  د یو څو زرو  سوري کډوالو  د تګ  سره  د لویدیځې نړۍ ډیموکراسي  د هر وخت نه  ډیر  د نیونازیزم او نیوفاشیزم  د تهدید او ګواښونو سره  مخامخ شوه. ترکیې  د  نږدې ۴ میلیونو تنو سوري کډوالو د کوربه توب سره  په اصل کې  د لویدیځې نړۍ  اعتبار  او حیثیت  ژغورلی دی. که چیرې  دې کسانو ته  کتنه وکړو  ددوې په منځ کې عربان، ترکمنان، عیسویان  او د هر قوم او ملیت  وګړي شتون لري. همداشان  ددوې ترمنځه  په سلګونو زره تنه کوردان هم  شتون لري.

د یادولو وړ ده چې  ځینې برخې  پدې اند دي چې  لویدیځوال استخبارات  او خبري رسنیو لویدیځې نړۍ  پ وای ډي ترهګره ډله  د کوردانو اصلي استازي دي په برخه کې قناعت ورکړی دی. تاسې  عبس  خواري کوۍ. هو  کیدای شي چې  دا ډول مفکورې  تر یو اندارې پورې  حقیقت ولري. خو  په لویدیځه نړۍ او هیوادونو کې  هم  ډیر زیاته برخه کسان  د امپریالیزم  نه بلکې  د عدالت ، د استخباراتي ګټو پر ځای  همغږۍ  او حقیقت  ته  ترجیح ورکوي. که چیرې ددې خلکو  هلې ځلې  په لنډ مهاله توګه  ګټه ونکړي خو  په منځمهال او اوږدمهاله توګه  ډیرې  مثبتې اغیزې رامنځته کولای شي.

لکه څرنګه چې  داعش ترهګره ډله  د عربانو او مسلمانانو  او ایتلر د ټولو  المانیانو  واقعي  استازي نه وو  همداشان  د پ وای ډي ترهګره ډله هم  د کوردانو اصلي استازي ندي.

زما  په اند هیڅ ملت باید  د یو ترهګرې ډلې پورې  وابسته  نشي او د یوې ترهګرې ډلې په نوم  یاد نشي.

ځکه چې دا هر څه نه مخکې  هغه ملت  او خلکو ته  ډیر ستر حقارت او سپکاوی دی.

که چیرې  حقیقت  ته وکتل شي  نن ورځ  په سوریه کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  څانګې پ وای ډي، داعش یا د اسد ظالم  رژیم  چا یواځې ندې پریښی. د هغوې سره  تل  مرستې  شوي دي خو یواځې  فقد او فقد  هغه  مظلمو او بې وسله  کوردان  چې  د هر چا لخوا ځپل شوي دي  پریښودل شوي دي.

حقیقت  دادی چې نن ورځ د سیمې کوردان  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ویستو له امله  خفه  یا انديښمن  ندي  بلکې برعکس  ډیر خوښ دي. ځکه چې  د امریکا  د وتو سره  به  ترهګرې ډلې  خپل قوت  د لاسه ورکړي  او لږ تر لږه  د سیمې خلک به  ددوې د ظلمونو نه وژغورل شي.

نن ورځ  دا ترهګرې ډلې  چې خپل حاکمیت  او واکمني په خطر کې  ګوري  د کوردانو په اذهانو کې داډول  خبرو  ته ځای ورکوي. دوی غواړي چې  د مظلوم  د تقلید  کولو سره  امریکا  د نړۍوالو فشارونو لاندې راولي او د خپلې پریکړې نه يي لاس په سر کړي.

 



اړوند خبرونه