یا نابودي او یا عدالت .

یا نابودي او یا عدالت .

1078773
یا نابودي او یا عدالت .

شلمه پيړۍ  په نړۍ کې  بشریت لپاره تر ټولو  زیات  د وحشت  پيړۍ  ده. بشریت  تر ټولو  زیات پدې پیړۍ کې د وحشت سره  مخامخ شوی دی. شلمې پیړۍ چې  د دوو خونړیو نړۍوالو جګړو شاهدي کړې ده  ددې سربیره  د اټومي بمونو  چې  یواځې انسانان  نه بلکې  ټول  ساه لرونکي  د لمنځه وړو د ګواښ سره  مخامخ کړي دي کوربه توب کوي. د دویمې نړۍوالې جګړې نه  وروسته رامنځته شوي  نظام  یو داسې نظام ندی چې  د رامنځته شوو پيښو نه  سبق واخلي  او د بې ځایه  جګړو  پر ځای  سولې او ثبات ته ترجیح ورکړي. دا نظام  یواځې د زور واکو  او زبرځواکو نظام  دی .

د پيسو نړۍوال سیستم  بیان  چې  امریکايي ډالر يي  په نړۍوالو پيسو  بدلې کړي دي دا د بریتون ود سیستم  دی. دا هغه سیستم  دی چې  په نړۍ کې  د زبرځواکو د نظام  دوام ته  زمینه  برابروي.

د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې  رئیس  پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل  د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د سړې جګړې پر مهال  نامتو  د برتون ود سیستم  او  ملګروملتونو  نظام نن  ورځ  د ړنګیدو  د ګواښ سره  مخامخ  دی.

د ملګروملتونو سازمان د امنیت  شورا  چې په اصل کې پخپله  یو ائتلاف  دی  د پنځو دایمي غړیو امریکا، روسیې، انګلستان، فرانسې او چین ترمنځه  نړۍوال طاقت  او قوت ویشلی دی.

په نړۍ کې  د دوه قطبي  نظام  د پایته رسیدو نه وروسته نړۍوال قدرتونه  د مختلفو نړۍوال ایتلافونو په کولو سره  موجود  نظام د دوام  هڅه کوي.

د عدالت نه  لرې  دا نړۍوال ایتلافونه  په عراق، افغانستان، بوسنیا، کریمیا ، سوریې، میانمار  او یو زیات شمیر نورو  جګړه ځپلو هیوادونو کې  څه ډول  جوړ شوي  پدې ټول  ډیر ښه پوهیږي .

د سړې جګړې د دورې نه پاتې شوې  دا نظام  د نړۍوالې کیدو  د بهیر  سره اصلي څیره  په کلاره کلاره  ټولو ته په ښکاره کیدو پیل شوی دی. د همدې امله  پدې سیستم  او نظام  د هرې ورځې په تیریدو سره  نیوکې  او انتقادونه  مخ په ډیریدو  دي.

د همدې امله  د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د هر فرصت په موندولو سره په ټینګار سره وايي چې نړۍ د پنځو نه لویه ده.

د ویلو ده چې  نړۍوالې تکنالوژۍ  او معلوماتو موجودیت  د سرپټو ټولنو او هر ډول بې عدالتیو  دوام  د ګواښ سره  مخامخ کړی دی. نن ورځ  دا موجود نظام  ددې بې عدالتیو د تداوم په خاطر  په قصدي ډول سره  ځینې هیوادونه او ټولنې  د نړۍوالې تکنالوژۍ ، هوساینې، سولې او ثبات نه محرومې ساتي. که چیرې  نړۍ په ډیره  اسانه توګه  تکنالوژۍ او معلوماتو ته لاس رسی  پيدا کړي  او  دا بې عدالتي په ښکاره سترګو مشاهده کړي  دا ددې په معنا ده چې  د سړې جګړې نه پاتې دا نظام  نور  دوام  کولی نشي.

نن  ورځ  په اصل کې په یوې داسې دوره کې چې  پوره ناڅرګندي پکې حاکمه ده  ژوند کوو. نن  ورځ  یوې داسې نقطې رارسیدلي یو چې پخوانی وضعیت  د منلو وړ ندی. په ترکي ژبه کې  یوه معقوله ده چې وايي  پخوانی حال  د منلو وړ ندی  یا  نوی حال  یا نابودي. نن ورځ  نړۍ دې نقطې ته رارسیدلې ده .

هو  دا یو حقیقت  دی چې  د پخواني  نظام  تداوم  بیه  ډیره  ګرانه  ده. له بده مرغه چې نن ورځ  نړۍوال زورواکي  او زبرځواکونه  د بشریت په تاریخ کې یواځې د انسان خو پر ځای پریږده  چې د ټولو ساه لرونکو  د منځه  وړو  پر ظرفیت  د کیميايي وسلو، هایدروجن  او اټومي  بمونو خاوندان  دي.

که چیرې ننیو حالاتو ته  لنده کتنه وکړو  دا د ورا ښکاري چې پدې زبرځواکو هیوادونو کې د یو بې موازنې  او افراطي  سیاسي مشرۍ د رامنځته کیدو په صورت کې د ټولۍ نړۍ  راتلوونکی د ګواښ سره مخامخیږي.

پداسې یو حساس  وخت کې چې  د سړې جګړې  د نظام  په اړه  څیړنې  پیل شوي دي  او نوی نظام  او سیستم  لا جوړ شوی ندی  د لمنځه تلو د تهدیدونو سره د نه مخامخیدو په خاطر  باید  نړۍ باید  ددې خطرناکو وسلو نه  وژغورو  او د سړې جګړې د نظام پر ځای  یو داسې نظام  چې  سولې ، ثبات او عدالت ته  لومړیتوب ورکوي  د راوستو په خاطر باید  ایتلافونه  جوړ کړو. ځکه چې عدالت او بې عدالتي دواړه  ساري  دي.

د نړۍوال عدالت د ټینګښت په خاطر  باید یواځې  دا ایتلافونه د دولتونو ترمنځه د جوړولو په اړه فکر ونکړو، د نړۍ  هره برخه  باید  د نړۍوال عدالت  د تامین په خاطر ددې ایتلافونو د جوړولو سره  مرسته وکړي.

د بیلګې په توګه  اکاډمسینان، د سوداګرۍ نړۍ، ملکي ټولنې او سازمانونه، صنفي اتحادیې، مطالعاتي مرکزونه، سپورت، هنر، صنعت نړۍ ، ادیبان  او زده کوونکي  او بالاخره  د ټولنې هره برخه  کیدای شي چې ددې نړۍوالو ایتلافونو  یوه مهم  پارچه تشکیله کړي.

ددې هدف په خاطر  لومړی  باید  ددوې ترمنځه همکاري  رامنځته شي چې تر څو  وروسته  په یو غږ  خپل  غږ  اوچت کړي.

د ویلو ده چې  پخوا  د سړې جګړې په دوره کې  د داسې هلو ځلو  او اقداماتو ترسره کول ناممکن وو. ځکه چې  رسنۍ  ډیرې محدودې وې. اوس مهال  موجودې تکنالوژۍ او مخابراتي اسانتیاوو  حتا د مختلفو هیوادونو خلکو ترمنځه  د تعرف او همکاریو زمینه  برابروي.

که چیرې  زده کوونکي  یو  اوس  هر طرف ته چې  وګړو  نړۍوال زده کوونکي شتون لري. که چیرې د سوداګرۍ د نړۍ غړي یو  پخپله د نړۍ سره  ارتباطات لرو. په لنډه توګه هره برخه کولای شي چې په ډیره  اسانه توګه  د خپلو بهرنیو سیالانو سره  اړیکه ټینګه کړي.

پداسې حال کې چې  ګواښونه او تهدیدونه  مونږ  ته  ډیر رانږدې شوي دي  د لاس په زنې کیناستو سره  کومه نتیجه  نشو ترلاسه کولای. د لاس په زنې د کیناستو سره  په نړۍواله کچه  نتیجه ترلاسه کول ناممکنه ده.

که چیرې دین او عقیدې  له پلوه  د یو بل سره  توپیر  هم  ولرو یعنې مسلمان، مسیحي، یهودي، اتایست، بودیست او که د هرې عقیدې پلوي  وي  ټول  باید  ددې تهدیدونو پر وړانډې په ګډه  فکر وکړو. ټول باید په ګډه  ددې نړۍوالو ایتلافونو په منځ کې  د خپل راتلوونکي نه دفاع وکړو. ټول باید د هر څه نه مخکې بشري وجدان  ته لومړیتوب ورکړو.

په اصل کې نړۍ بعضې وختونه  د داسې  پرمختګونو شاهدي هم کوي. د بیلګې په توګه  د امریکا لخوا بیت القدس  د اسراییلو  د پلازمینې په توګه د منلو د پریکړې د مسلې نه یادونه کولای شو. نړۍ  ځینو وختونو کې  پدې قادریږي. لکه څرنګه چې  د ملګروملتونو د امنیت شورا  د امریکا  ددې يو پلوې  پریکړې پر خلاف  ودریده  ټولې نړۍ  د امریکا  ددې بې عدالتۍ په مقابل کې غږ اوچت کړ. همداشان  د قاشقچي  د جنایت  مسله هم  ددې یوه ښکاره بیلګه ده. د قاشقچي د جنایت  په مسله کې هم  ټولې نړۍ  په یو اواز غږ اوچت کړ  او دا جنایت يي  وغنده. دې مسلې زمونږ هیلې  او امیدونه  لوړ کړل.

همداسې کولای شو  چې  د بیت المقدس، روهینیګايي مسلمانانو، سوریې، بشري حقونو، اسلام فوبیا، تبعیض، نیونازیزم، فاشیزم ، کیمیايي وسلو  او زبرځواکۍ  پر خلاف  هم  په یو اواز غږ اوچت کړو.

د همدې امله  په نړۍ هره بې عدالتي باید  افشا کړو. ددې په مقابل کې  د نړۍوال عدالت غوښتنه وکړو. پدې مسله کې تر وروستۍ درجې فشار وارد کړو.

که د هر دین، عقیدې  او اډیالوژۍ  پلویان  یو  دا مهمه  نده. مهمه داده چې  ظلم  چې د هر چا له لورې وي  د هغه پر خلاف باید په کچه  غږ اوچت کړو.

که چیرې  دا کار ونکړو نابودي مو ډیر نږدې  ده. دا کار په یواځې ځان  ممکن ندی. یو دولت، یوه ټولنه، یوه برخه  په یواځې ځان نشي کولای  چې  ددې نړۍوالو بریدونو او بې عدالیتو مخه ونیسي.

نن ورځ په یو داسې دوره کې قرار لرو چې نوی نظام  پکې جوړ شوی ندی. نړۍ د چا خبره  د غوا  په ښکرونو  ولاړه ده. اوس هم  د عادل  یو نظام  د جوړولو په خاطر  فرصت  لرو. د عدالت  د تامین   په لاره کې باید ټول بشریت خپل مسئولیت  ادا کړو. هر سړی باید  د خپل وروستي توان پورې پدې اړه  هلې ځلې وکړي.

که نوي  دا خبره لرې نده چې  د موجود نظام  او زبرځواکو نه  یو ظالم  د بشریت د لمنځه وړو په خاطر د خپلو اټومي وسلو نه کار واخلي. مخکې ددینه چې  وخت له وخته  تیر شي باید پدې اړه ګامونه اوچت کړو.

 



اړوند خبرونه