د سوریې د سولې او ثبات لپاره د ترکیې هلې ځلې
د سوریې د سولې او ثبات لپاره د ترکیې هلې ځلې
د سوریې په اړه د سوچي بهیر او په نوموړي هیواد کې د اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم ځای په ځای کول:
په سوریه کې په تیره دوره کې یو زیات شمیر ډیر مهم پرمختګونه رامنخته شوي دي.
د اسد رژیم د روسیې او ایران په ملاتړ په ادلب کې د پراخو بریدونو هوډ درلود چې د ترکیې د قوي دریځ له امله ددې بریدونو مخنیوی وشو. ترکیې په ادلب د احتمالي بریدونو د مخنیوي په خاطر د روسیې سره د سوچي مطابقت لاسلیک کړ. ترکیې د سوچي د مطابقت سره په ادلب کې د میشتو څه باندې درې میلیونو تنو ملکي وګړو د وژل کیدو او کډه کیدو مخه ونیوله. ترکیې ددې تړون سره د احتمالي سترو عام وژنو مخه ونیوله.
دې تړون ترکیې او روسیې ته ځیني مسئولیتونه وپه غاړه کړل. د نوموړي مطابقت له مخې د ۱۵ نه تر ۲۰ کیلومتره سیمه د امن او خلع سلاح شوې سیمې په توګه ټاکل کیږي.
همداشان د ام ۴ او ام ۵ لویې لارې به د ازادۍ سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شي. ددې سربیره به د سیمې امنیت د ترکیې او روسیې ځواکونو لخوا په ګډه ټامین کړی شي او سیمه به د ترکیې او روسیې د ډرون الوتکو لخوا په ګډه د کنټرول لاندې ونیول شي.
بل مهم پرمختګ د روسیې ای ایل ۲۰ ډوله پوځي الوتکه د سوریې په هوايي حریم کې د اسراییلو د جنګي الوتکو لخوا په سوریه کې د هوايي عملیاتو پر مهال د سوریې د دفاعي توغندیو د سیستم لخوا ویشتل وو. روسیې د نوموړې پيښې پړه او مسئولیت په اسراییلو واچوله خو اسراییلو بیا مسئولیت رد کړ او وویل چې الوتکې د ویشتو یواځنی مسئول د اسد رژیم دی. روسیې ددې پیښې په غبرګون کې سوریې ته د اس ۳۰۰ پرمختللي دفاعي سیستم د ورکولو پریکړه وکړه. روسیې په ډیره لنډه موده کې سوریې رژیم ته اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو سیستم تسلیم کړ.
د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو د ټولنې څیړونکي او لیکوال جان اجون د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
د ترکیې او روسیې ترمنځه د سوریې د ادلب د سیمې په اړه د لاسلیک شوي سوچي مطابقت او ددې مطابقت د عملي کیدو په خاطر دواړو هیوادونو ته ډیر لوی مسئولیتونه ورپه غاړه شوي دي.
د ویلو ده چې ددې مطابقت عملي کول د ترکیې له نظره ځینې خطرات او ستونزې لري. د ویلو ده چې د ترکیې لپاره تر ټولو ستر خطر او مشکل په ادلب کې میشت تندلارې ډلې دي. د هیت التحریر الشام او داسې نورې تندلارې ډلې او سازمانونه د سوچي د مطابقت په اساس باید د امن او خلع سلاح شوې سیمې نه وویستل شي. پدې سیمه کې باید ددوې موجودیت ته د پای ټکی کیښودل شي.
ترکیه ددې خبرې د عملي کولو په خاطر ځیني ګامونه اوچت کړي دي. ترکیه د یو پلو نه د نوموړو تند لارو ډلو ته د قناعت ورکولو هڅه کوي او د بله پلوه په خپلو پلوي مخالفو ډلو فشارونه زیاتوي.
د سوچي د مطابقت له مخې سوري مخالفین باید ادلب د سیمې نه خپلې ټولې درندې وسلې بهر کړي. سوري مخالفینو تر ډیره حده د ترکیې په غوښتنه د جګړې د دګر نه خپله ټانکونه، توپونه، هاوان او توغندي د ادلب د مرکزي سیمو نه ویستي دي. خو د اسد ځواکونو د احتمالي بریدونو له امله بیا دفاعي کمربندونه جوړ کړي او دا دفاعي کمربندونه يی ډیر قوي کړي دي. همداشان مخالفینو ضد د ټانک توغندیو سربیره د سپکو او منځ واټنه وسلو سربیره ځینې ۲۳ ملي او ۵۵ ملي توپونه هم د امن په سیمه کې ساتلي دي.
روسیې او ترکیې ترمنځه لاسلیک شوي سوچي مطابقت نه وروسته په ادلب باندې هوايي بریدونه پایته رسیدلي او د ملکي وګړو ژوند عادي حالت ته راګرځیدلی دی.
په ځانګړې توګه د شمالي حاما د مربوطاتو نه ګډه شوي ۶۰ زره تنه ملکي وګړي خپلو کورونو ته بیرته ستانه شوي دي.
ترکیې د ډیپلوماسۍ د لوی بري سره په ادلب کې د څه باندې ۳ میلیونو تنو ژوند او مال وژغوره. ترکیې د انسانیت په نامه یو ډیر ستر بری ترلاسه کړ.
بل مهم پر مختګ د سوریې په هوايي حریم کې د روسیې د پوځي الوتکې د ویشتو پرمختګ وو.
سره ددې چې روسیې د نوموړې پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته د اسراییلو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود خو وروسته اعتدال خپل کړ. خو سره ددې چې دې مسلې د روسیې او اسراییلو ترمنځه اړیکو ته ډیر زیان رسولی ندی خو بیا هم روسیې سوریې ته د اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو پر مختللی سیستم ورکړ. روسیې ددې پرمختګ سره د سوریې په هوايي حریم کې د اسراییلو د حرکت ساحه محدوده کړه.
د یادولو وړ ده چې اسراییلو د اوږدې مودې راهیسي د سوریې د هوايي حریم نه په استفادې سره د سوریې په خاوره کې د ایران او حزب الله پر خلاف هوايي بریدونه ترسره کول.
روسیې هیڅوخت د روسیې د هوايي ځواکونو په مقابل کې خپل دفاعي سیستم فعاله نکړ چې دې مسلې د سوریې په هوايي حریم کې اسراییلو ته په ډیره راحته توګه د حرکت کولو فرصت ورکړی وو.
روسیې اسد رژیم ته د اس ۳۰۰ دفاعي هوايي سیستم د ورکولو سره دا ساحه یو اندازه محدوده کړه.
سره ددې چې د اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو سیستم د اسراییلو د هوايي بریدونو د وخت نه مخکې د تشخیصولو او تثبیتولو سره مرسته کوي ددې سربیره ډیر زیات نور ځانګړتیاوې هم لري.
همداشان دا سیستم په راتلوونکې د امریکا په مشرۍ د نړۍوال ائتلاف او د ترکیې د هوايي ځواکونو پر خلاف هم یو تهدید جوړیدی شي.
دا سیستم یواځې د اسراییلو پر خلاف نه بلکې په سوریه کې د نورو اکټورانو پر خلاف هم یو ګام دی.