روهينګيا د نړيوال زبرځواك د زور آزمايلو نوى ميدان

په ميانمار كې د روهينګيا د مسلمانانو پر وړاندې روان تاوتريخوالى نوى نه دى. د ۱۹۴۸م كال راهيسې له انګرېزانو نه د خپلواكۍ د ترلاسه كولو سره سم دا هېواد د نظاميانو لخوا اداره كيږي.

804956
روهينګيا د نړيوال زبرځواك د زور آزمايلو نوى ميدان

 

 

په ميانمار كې د روهينګيا د مسلمانانو پر وړاندې روان تاوتريخوالى نوى نه دى. د ۱۹۴۸م كال راهيسې له انګرېزانو نه د خپلواكۍ د ترلاسه كولو سره سم دا هېواد د نظاميانو لخوا اداره كيږي. په هېواد كې د نظامي حكومت پر وړاندې چې سوسياليزم يې د بوديزم د دين د لارښوونو سره يو ځاى كړى دى د امريكا په مشرۍ د لوېديځې نړۍ غبرګون تل منفي و. پدې موده كې د انګ سان سوچي په نامه د بشري حقونو يوه فعاله مېرمن چې په اصل كې د د ميانمار د آزادۍ د اتل لور هم ده، د لوېديځ په ملاتړ په هېواد كې دننه د ملكي حكومت د رامنځته كولو او بشري حقونو د پلي كولو په موخه هلې ځلې وكړې.

سوچي چې په عين حال كې په ۱۹۹۲يم كال كې د خپلو فعاليتونو په پايله كې د نوبل د سولې جايزه هم ترلاسه كړې ده، د لوېديځ د پر له پسې فشار په پايله كې يې په ميانمار كې د نظامي حكومت پر وړاندې ټاكنې وګټلې. انګ سان سوچي اوسهال د ميانمار د هېواد مشري پر غاړه لري. د بشر د حقونو د تش په نامه فعالې تر ادارې لاندې ميانمار كې د روهينګيا د مسلمانانو د عاموژنې لړۍ روانه ده خو نه يواځې پخپله سوچي بلكې لوېديځه نړۍ يې هم ددې عاموژنې پر وړاندې د غندلو پرته عملي ګام نه پورته كوي.

آنګ سان سو چي كه څه هم ظاهراً د بشري حقونو فعاله ده خو فكري نړۍ يې چپي نشنليزم ته نږدې ده. چپي نشنلزم چې په جرمني كې د نازيزم په نامه هم ياديږي د لوېديځې نړۍ تر ټولو سخت دښمن دى خو پدې وروستيو كې يې يو لړ پلويان هم موندلي دي. اوسمهال په جرمني كې د ګوندونو پروګرامونو ته كه ځير شئ نو د هټلر د پروګرامونو سره ورته والى به يې ستاسې پاملرنه جلب كړي.  د هټلر چپي نشنليزم په اروپا كې د ميليونونو انسانانو د مرګ سبب شو. ددې سره سره لوېديځه اروپا چې ځانله د ديموكراسۍ زانګو هم وايي ددې خطرناك فكري مكتب پر وړاندې نه يواځې اقدام نه كوي بلكې د پردې تر شا يې ملاتړ هم كوي.

اروپايي هېوادونه په ميانمار كې د روهينګيا د مسلمانانو پر وړاندې د روانې سيستماتيكي عاموژنې په برخه كې چوپه خوله ده او دې ناورين ته د نسل وژنې په سترګه نه ګوري.  همدې اروپا په ۲۰۰۰ مو كلونو كې په ميانمار كې د بشري حقونو نه د دفاع په موخه د آنګ سان سوچي په مشرۍ له غورځنګه دفاع كوله خو اوس په هېواد كې د روانې نسل وژنې پر پېښه سترګې پټوي.

د نوبل كمېټه چې په نړۍ كې ځانګړى ځاى لري، د ميانمار د ولسمشر سوچي نه د سولې د جايزې د بېرته اخيستلو په موخه آيا كوم اقدام كړى دى؟

ددې ټولو سره سره د تركيې د جمهوريت چارواكو بيا پدې پرخه كې خپله انساني او اسلامي دنده پر ځاى كړې ده. ولسمشر اردوغان د بنګله دېش حكومت ته وړانديز وكړ چې د روهينګيا د مسلمانانو لپاره دې خپل سرحدونه پرانيزي او هغوى دې د كډوالو په صفت ومني. تركيه به د دوى ټول لګښتونه پر غاړه واخلي. دا په داسې حال كې ده چې د روهينګيا سره تر ټولو نږدې مسلمان هېوادونه اندونېزيا او مالېزيا هم پراته دي. د خليج غړي عربي هېوادونه چې پياوړى اقتصاد هم لري د روهينګيا پر وړاندې بې تفاوته دي. د دوى بې تفاوتي د اسلامي نړۍ او مسلمانانو لپاره د شرم ځاى دى.

د روهينګيا مسلمانان هغه كسان دي چې په خپل كور كې بې وطنه ده. دوى د خپلو ماشومانو لپاره تابعيت تذكره، د تېښتې لپاره پاسپورت او د دوى د حقونو نه د دفاع په موخه اړوندې ادارې نه لري. دا خلك د تېرو ۶۰ كلونو راهيسې د خپلو اساسي حقونو نه محرومه دي.

د روهينګيا په سيمه كې چې خلك خوراكي مواد هم نشي موندلى `` د روهينګيا د ژغورنې د اوردو`` په نامه يوه ډله چې په مدرنو وسلو سمبال ده او ټول فعاليت يې په لوېديځ كې د داعش د ترهګرې ډلې بريدونو ته ورته دى، را پيدا شوې ده. دا ډله د ميانمار د اوردو سره نښته كوي خو پر ځاى يې عام مسلمانان وژل كيږي.

د وروستيو نښتو په پايله كې يو ځل بيا ددې تر ټولو لوى بدل ملكي وګړو وركړ او په ۱۵ ورځو كې تر ۳۰۰۰ تنو زيات كسان ووژل شول.  دا هم د وژل شوو كسانو اصلي شمېره نه ده. ځكه چې يواځې د بوتدوانګ په سيمه د كليو د سوځول كېدلو له امله ۱۵۰۰ مسلمانان ووژل شول. پدې لوى كلي كې يواځې ۴۰۰ تنه په تېښته بريالي شوي دي.

په ميانمار كې د عاموژنو په پايله كې  نفوسو نارينه وژل شوي دي.  د نفوسو ۷۰ سلنه يې ښځې او ماشومان دي. په سيمه كې ځوانان يا وژل شوي دي او يا هم مالېزيا او بنګله دېش ته تښتېدلي دي. د همدې امله د جګړې زياتره قربانيان ښځې او ماشومان دي.

نن ورځ د تركيې پرته د نورو هېوادونو لخوا د ميانمار د مسلمانانو پر عاموژنې سترګې پټيږي. دا د شرم ځاى دى. ولسمشر اردوغان د اسلامي نړۍ د ټولو مشرانو سره د ټېلفون پر كرښه د خبرو اترو په ترڅ كې د روان ظلم د پاى ته رسولو په موخه د همكارۍ غوښتنه وكړه.

هيله ده چې ملګري ملتونه د روانې عاموژنې د مخنيوي په موخه ژر تر ژره اقدامات وكړي.  خو د امنيت په شورا كې د زبرځواكونو ترمېنځ اختلافات به ددې مخه ونيسي. 



اړوند خبرونه