د تركيې – امريكا اړيكې

امريكا له متحدو ايالتونو د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د تېرې اونۍ ليدنې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اړيكو د دوام په برخه كې ځانګړى اهميت درلود.

741494
د تركيې – امريكا اړيكې

د امريكا له متحدو ايالتونو د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د تېرې اونۍ ليدنې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اړيكو د دوام په برخه كې ځانګړى اهميت درلود. دا ليدنه پداسې حال كې ترسره شوه چې د تركيې – امريكا ترمېنځ په ځانګړي توګه د سوريې د موضوع پر سر ژور اختلافات موجود وو. امريكايي رسنيو تر ليدنې وړاندې څرګنده كړې وه چې ښاغلى اردوغان به د ټرمپ تر ټولو جنجالي مېلمه وي چې په سپين ماڼۍ كې ترې هر كلى كوي. داسې اټكل كېده چې د دواړو هېوادونو اړيكې به لا پسې ترينګلې شي. دا په داسې حال كې ده چې دواړو مشرانو په صميمانه فضا كې سره ليدنه وكړه او د ګډې خبري غونډې پر مهال يې د تركيې – امريكا د اړيكو پر اهميت باندې ټينګار وكړ. د همدې امله ظاهراً دا ليدنه مثبته وه.

ولسمشر اردوغان امريكا ته د كابينې د يو شمېر غړو په ګدون د يو سوداګرو او پانګه والو سره تللى وو. د متقابلو ليدنو پر مهال د ترهګرۍ سره د مبارزې سربېره د نظامي، ستراتيژيكي، اقتصادي او سوداګريزو اړيكو په اړه د امريكايي مخاطبينو سره هر اړخيزې خبرې اترې وشوې.  د ليدنې د اجندا تر ټولو مهمه موضوع په سوريه كې  د داعش د ترهګرې ډلې سره مبارزه وه. تركيې همداراز د داعش له منګولو د رقه د ښار د بېرته نيولو په عملياتو كې د پي واى جي د ترهګرې ډلې سره د امريكا پر اړيكو نيوكې وكړې. دا هغه موضوع وه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ په كې د نظر اختلاف موجود وو.

په ټوليزه توګه ويلاى شو چې له امريكا نه د ولسمشر اردوغان  د ليدنې پرمهال د واى پي  جي د ترهګرې ډلې او د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې په اړه د تركيې غوښتنې په نظر كې نه دي نيول شوې. پدې برخه كې امريكايي چارواكي د تركيې په پرتله جلا فكر لري.

ټرمپ د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې سره د مبارزې او تركيې ته ددې ډلې د مشر د وركولو په برخه كې څرګنده كړه چې دا موضوع حقوقي ده او پكې مداخله نشي كولاى. دې سره سره يې وعده وكړه چې د فتح الله ګولن د ترهګريز سازمان د فعاليتونو د څېړنې په موخه به يو كميسيون جوړ كړي. د پي واى جي د ترهګرې ډلې په اړه يې بيا څرګنده كړه چې دا ډله د پې كا كا د ترهګرې ډلې څانګه نه بلكې جلا ډله ده. د همدې امله د داعش سره د مبارزې په برخه كې ورسره امريكايي چارواكي خپلې همكارۍ ته دوام وركړي.

كه چېرې د ليدنې مثبتو اړخونو ته وكتل شي نو ليدل كيږي چې د ولسمشر اوباما د دورې پر مهال د تركيې – امريكا د اړيكو د مبهمې راتلونكې نه ژغورل شوي دي. د دواړو هېوادونو متقابلې اړيكې د احتمالي كړكېچونو پر وړاندې ژغورل شوي او د نوي پيل په موخه لومړى ګام پورته شوى دى. دا چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په موده كې به دا اړيكې د ستراتيژيكې همكارۍ سويې ته ورسيږي او كه نه، دا به په عملي ډګر كې د امريكا لخوا د ترسره شوو وعدو د پوره كولو پورې اړه ولري.

سربېره پر دې تركيې د امريكايي چارواكو لخوا د ۱۰۰ سكورسكي ډوله نظامي چورلكو او د بې پيلوټه الوتكو د پېرودلو وړانديز هم كړى وو چې ولسمشر ترمپ وعده وكړه چې پدې اړه به د تركيې سره همكاري وكړي.  د واى پي جي د ترهګرې ډلې د موضوع په برخه كې كه څه هم د تركيې غوښتنې نه دي پوره شوي خو ټرمپ وعده وكړه چې دې ډلې ته وركړل شوې وسلې به د تركيې پر وړاندې نه كارول كيږي. تمه كيږي چې په راتلونكې كې د رقه د عملياتو د پاى ته رسېدلو نه وروسته به تركيه هڅه وكړي چې دا وسلې د پي واى جي د ترهګرې ډلې نه بېرته ټولې شي.

د يو نړيوال زبرځواك په توګه امريكا په نړۍ كې د خپل ځواك د پياوړتيا لپاره د تركيې په څېر د يو سيمه ايز ځواك همكارۍ ته اړتيا لري. ټرمپ په خپله وينا كې د سړې جګړې پرمهال د تركيې سره د امريكا پر دوستانه اړيكو باندې ځكه ټينګار وكړ چې اوسمهال هم په سيمه كې د تركيې شتوالي او مرستې ته اړتيا لري. تركيه هم د امريكا په څېر د يو زبرځواك لخوا د عراق او سوريې په هېوادونو كې او په ټوليزه توګه د منځني ختيځ په جغرافيه كې د روانو سياستونو د منفي اغېزو د مخنيوي او د خپلو ګټو په نظر كې نيولو سره ددې هېواد سره د اړيكو د كانالونو پرانيستل كېدو ته اړتيا لري.

 



اړوند خبرونه