امريكا ته د اردوغان تاريخي سفر او د نظر بېوالى

د تركيې د جمهوريت ولسمشر رجب طيب اردوغان دوه اونۍ وړاندې د نړۍ د مهمو هېوادونو نه د رسمي ليدنې په ترڅ كې په واشنګټن د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره هم ليده وكړه. اردوغان تر دې وړاندې د روسيې، هندوستان او چين هېوادونو ته هم تللى وو.

739477
امريكا ته د اردوغان تاريخي سفر او د نظر بېوالى

 

 

 

د ټرمپ – اردوغان لومړنى ليدنې د منځني ختيځ د سيمې د راتلونكې لپاره ځانګړى اهميت درلود. د همدې امله د نړيوالو رسنيو لخوا له نږدې وڅارول شوه.

دواړو مشرانو د ليدنو كتنو وروسته په خبري غونډه كې د ګډون پر مهال د متقابلې همكارۍ پر پراختيا ټينګار وكړ. ددې سره سره د سوريې په شمال كې د پي واى ډي د ترهګرې ډلې اروپكو ته د امريكا لخوا د وسلو د وركولو د موضوع پر سر چې انقره يې خته مخالفه ده، سره همغږي رامنځته نه شوه.

د امريكا متحده ايالتونه په پام كې لري چې په سوريه كې د داعش د ترهګرې ډلې د مركز  يعنى د رقه د ښار د بېرته نيولو په موخه د پي واى ډي د اروپكو سره په ګډه عمليات وكړي. د همدې لپاره يې دې ډلې ته چې د تركيې لخوا د ترهګرو ډلو په لست كې شامله هم ده، وسلې او مهمات هم وركوي.

پي واى ډي چې په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې په توګه فعاليت كوي، د تركيې ملي امنيت ته لوى ګواښ دى. امريكايي چارواكو څو ځله تركيې ته ډاډ وركړى دى چې د رقه تر عملياتو وروسته به پي واى ډي په هېڅ ډول ددې ښار په اداره كې لاس ونه لري او په سيمه كې به د پې كا كا د ترهګرې ډلې فعاليت ته اجازه ورنكړله شي.  ددې سره سره تركيه پرې باور نه شي كولى. ځكه چې د سوريې د منبج د ښار د نيولو د عملياتو پر مهال هم ورته وعده وركړل شوې وه خو تر اوسه هم هلته ترهګره ډله ځالې لري.  ولسمشر اردوغان پدې اړه وويل چې `` دوى داسې وايي خو زموږ لپاره عملي ګام مهم دى. كه چېرې په سوريه كې د ترهګرۍ نه پاكې شوې سيمي باندې بريد وشي نو د متقابل ځواب د وركولو په برخه كې به له هېچا پوښتنه ونكړو.``

د بله پلوه كه څه هم د تركيې – امريكا ترمېنځ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه كې لا له پخوا نږدې همكاري روانه ده خو د سوريې په برخه كې د تركيې او امريكا سياست له يو بل سره  په هېڅ ډول اړخ نه لګوي. د امريكا د همدې ناسمې پرېكړې له امله په منځني ختيځ كې ددې هېواد پر وړاندې دښمني د هرې ورځې په تېرېدلو سره مخ پر زياتېدلو ده.

نن ورځ د امريكا په ګډون د لوېدېځ ټولې رسنۍ د پې كا كا د ترهګرې ډلې او په سوريه كې د دوى د څانګې پي واى ډي ترمېنځ په داسې توپير ټينګار كوي چې په اصل كې خيالي او غير حقيقي دى. د تركيې لپاره پي واى ډي يوه ترهګره ډله ده او په سوريه كې د  پې كا كا څانګه ده.

د پورتنۍ ادعا لپاره تركيه قانع كوونكي دلايل لري. پوره يو كال وړاندې د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع وزير اشتن كارتر چې د اعتماد د رايې د اخيستلو په موخه د امريكا كانګرس ته معرفي شوى وو، ددې پوښتنې په ځواب كې چې آيا پي واى ډي او پې كا كا سره نږدې اړيكې لري او يا هم متفقين دي؟ وويل چې هو اړيكې لري.

د مې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د امريكا په يوې مهمې رسنۍ اتلانتيك كې يوه مقاله خپره شوه چې له مخې يې د پې كا كا – پي واى ډي اتفاق يو ځل بيا ثابت كړ. دا مقاله چې د سوريې لپاره د امريكا د پخواني سفير رابرټ فورډ په قلم ليكل شوې ده، په كې راغلي دي چې پي واى ډي په ۲۰۰۳م كال كې د عراق د قنديل د غرونو په لمن كې د پې كا كا د ترهګرو لخوا تاسيس شوې ده. فورډ دا هم وويل چې د اوباما او ټرمپ دواړو ادارو تر ننه لږ څه وړاندې د پې كا كا او پي واى ډي ترمېنځ په هېڅ ډول توپير قايل نه ول.

تركيه وېره لري چې د سوريې په شمال كې د پي واى ډي تر كنترول لاندې سيمو كې د روزل شوو اروپكو لخوا به په استانبول او انقره كې ترهګري بريدونه ترسره شي. د امريكا متحده ايالتونه د يو بې ساري او نامعقول ګام سره هڅه كوي چې د يوې ترهګرې ډلې پر وړاندې له بلې ترهګرې ډلې ملاتړ وكړي.

ددې ټولو سره سره له واشنګټنه د اردوغان ليدنې ځانګړى اهميت درلود. د تركيې – امريكا د اړيكو راتلونكې يو ځل بيا ثابته شوه او د نوي پيل لپاره د هلو ځل  د كولو متقابلې وعدې وشوې.

 



اړوند خبرونه