د تركيې – لېبيا اړيكې، خطرونه او فرصتونه

په لېبيا كې په ۲۰۱۱م كال كې د پخواني مشر معمر القدافي د اقتدار تر نسكورېدو وروسته دا شپږ كلونه تېر شول خو اوس هم په هېواد كې ثبات نه دى ټينګ شوى.

735148
د تركيې – لېبيا اړيكې، خطرونه او فرصتونه

 

په لېبيا كې په ۲۰۱۱م كال كې د پخواني مشر معمر القدافي د اقتدار تر نسكورېدو وروسته دا شپږ كلونه تېر شول خو اوس هم په هېواد كې ثبات نه دى ټينګ شوى. پدې ليكنه كې به د تركيې – لېبيا ترمېنځ اړيكو ته د اشارې تر څنګ پر روانو حالاتو باندې هم رڼا واچول شي.

لېبيا داسې سيمه ده چې شاوخوا ۱۰۰۰ كاله وړاندې يې د تركانو پاملرنه جلب كړې ده. د نهمې ميلادي پېړۍ راهيسې يو شمېر تركي واكمنو كورنيو د اوسنۍ لېبيا پر جغرافيې باندې حكمراني كړې ده.  د مملوكيانو كورنۍ د ۱۲۶۰م ميلادي كال راهيسې تر ۱۵۱۷م ميلادي كاله پورې د سيمې واك په لاس كې درلود.  له دې نېټې وروسته بيا د څلورو پېړيو لپاره د عثماني امپراتورۍ يوه برخه شوه چې تر ۱۹۱۲م ميلادي كاله پورې يې دوام وكړ. لېبيا هغه هېواد دى چې په مسلسل ډول څلور سوه كاله د عثمانيانو خاوره وه. دا هېواد په ۱۹۱۲م ميلادي كال كې د سويس د اوشي په ښار كې د يو تړون له مخې ايټالويانو ته پرېښودل شوه.سره له دې د لېبيا سره د تركانو اړيكې ونه شلېدلې. دې هېواد په ۱۹۷۰م ميلادي كال كې له ايټاليا د خپلواكۍ د ترلاسه كولو سره سم يو ځل بيا د تركيې سره اقتصادي، سياسي او كلتوري اړيكې پيل كړې.

د عربي پسرلي سياسي پايلې د ټولو لپاره د باور وړ نه وې. پدې ترڅ كې په لېبيا كې د معمر القدافي تر مرګ وروسته د انقلاب پر مهال هېواد په يو زيات شمېر قطبونو باندې وويشل شو. تركيې د انقلاب پر مهال د ټولو ښكېلو ډلو سره نږدې اړيكې درلودلې. د ۲۰۱۱م كال د جون په مياشت كې تركيې د لېبيا ملي انتقالي شورا په رسميت و پېژندله. تركيې پدې موده كې له نوموړي هېواده هر اړخيز ملاتړ وكړ. په ۲۰۱۴م كال كې د جنرال خليفه حفتر په نامه يو تن پخواني نظامي چارواكي پر نوموړې شورا باندې كودتا وكړه. پدې ډول د لېبيا په سياست كې د لومړي ځل لپاره تاوتريخوالى د سياسي حل لارې په توګه وكارول شو. نن ورځ د هېواد ختيځه برخه د جنرال حفتر تر كنترول لاندې ده. د هېواد سوېل او نورې سيمې د خپلواكو وسله والو ډلو تر كنترول لاندې دي. په هېواد كې درې بېلابېل حكومتونه او پارلمانونه د مشروعيت ادعا كوي. تركيه پدې حالاتو كې د هېڅ يوې ډلې سره مخامخ اړيكې نه لري. ځكه نه غواړي چې د نښتو برخه وګرځي.  تركيه پدې ډګر كې د ملګرو ملتونو د ابتكار پر اساس د ملي يووالي حكومت چې په هېواد كې د ټولو ډلو له استازو جوړ شوى دى، ملاتړ كوي. ددې سره سره د ملي يووالي د حكومت سره د د نړيوالې ټولنې ملاتړ دومره نه دى چې په خپل سر ټولې ستونزې آوارې كړي.

خليفه حفتر په ۲۰۱۲م كال كې د ټول فعاليت سره سره ونشو كولاى چې بريالى شي. ددې سره سره يې كوښښ وكړ چې د ځينو نړيوالو او سيمه ايزو اكتورونو پاملرنه جلب كړي.  حفتر په مصر كې د نظامي حكومت نه په الهام سره د هېواد په ختيځ كې نظامي حكومت جوړ كړى دى. د همدې له امله په لېبيا كې د حل لارې بهير ټكنى شوى دى. ددې سره جوښت د لېبيا سره د تركيې د همكارۍ امكانات هم لږ شوي دي. اوسمهال د تركيې او لېبيا ترمېنځ د ويزې د ستونزې، د تركي شركتونو د بېرته راتګ، د پېسو د لېږد په برخه كې د روانو ستونكو او داسې نورو سيمه ايزو او نړيوالو خنډونو په پايله كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړيكې كمرنګه دي.

تركيه د لېبيا د خلكو سره تاريخي اړيكې لري. همدا راز د نږدې تاريخي او كلتوري اړيكو په پايله كې تركان د خپلو لېبيايي ورونو ثبات ته ځانګړى اهميت وركوي.  تركيې د همدې امله په ۲۰۱۱م كال كې لومړنى هېواد وو چې په طرابلس كې يې خپل سفارت فعال كړ. د شتو ستونزو سره سره اوس هم د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړيكې هيله بښونكي دي.

تركيه د شتو ستونزو سره سره اوس هم د لېبيا د دولتي دستګاه د پياوړتيا په موخه هلې ځلې كولاى شي. پدې ترڅ كې د تركيې يو شمېر متخصصين كولاى شي چې په لېبيا كې د نوو پروژو د عملي كولو په برخه كې نوموړي هېواد ته لاړ شي او هلته په كار پيل وكړي.


پيوندونه: #لېبيا , #تركيه

اړوند خبرونه