د تورکیې ملي راډیو تلویزیون د ۴۶ م ځل لپاره د ماشومانو فیستیوال کوربه توب کوي
په تورکیه کې د اپریل په ۲۳ مه د ماشومانو ۴۶م نړیوال فیستیوال چې په نړۍ کې د ماشومانو یوازینی نړیوال فستیوال دی، د ۲۹ هیوادونو څخه د ۵۰۰ ماشومان په ګډون په پلازمینه انقره کې ترسره کیږي.
په تورکیه کې د اپریل په ۲۳ مه د ماشومانو ۴۶م نړیوال فیستیوال چې په نړۍ کې د ماشومانو یوازینی نړیوال فستیوال دی، د ۲۹ هیوادونو څخه د ۵۰۰ ماشومان په ګډون په پلازمینه انقره کې ترسره کیږي.
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا د ( ټي آر ټي ) لخوا د خپور شوي بیان له مخې، دا فیسټیوال چې په لومړي ځل په ۱۹۷۹ میلادي کال کې جوړ شوی و، د انقرې څخه ټولې نړۍ ته د سولې پیغام ورکوي.
سږ کال د دې جشن د افتخاري میلمه، چې اصلي موضوع يې "د نړۍ ماشومان، د سولې لپاره لاس په کار شو" فلسطين وټاکل شو.
د فعالیتونو په چوکاټ کې ، د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه ماشومان به لومړی د خپلو ملګرو د انقرې اتلیک ښاري روغتون کې درملنه کیږي لیدنه وکړي.
ماشومان به وروسته د تورکیې د جمهوریت د بڼسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک د مزار زیارت ورکړي او وروسته به ددې چشن د کوربه د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون د عمومي رئیس، محمد زاهد سوباجي سره لیدنه وکړي.
د فستیوال لپاره د ټولې نړۍ څخه راغلي ماشومان به د فستیوال په لاریون کې برخه واخلي چې د اپریل په ۲۱ د انقرې ملت باغ کې جوړیږي ګډون وکړي.
په ملت باغچه کې په جوړ شوي سټیج کې به د ټاکل شوو هیوادونو نڅاګانې نندارې ته وړاندې شي.
وروسته به د ټي آر ټي ماشوم د چینل مشهور رافا دان تایفا د کارتوني ډله خپله ننداره وړاندې کړي.
ددې فیستیوال په چوکاټ به یو زیات شمیر پروګرامونه جوړ شي.
همداشان میلمه ماشومان به د اپریل په ۲۲ مه د تورکیې په ملي شورا کې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش سره لیدنه وکړي.
د نړۍ به د ماشومانو لخوا ورکړل شوي پیغامونه تعقیب کړي.
د اپریل په ۲۳ د ملي حاکمیت او د ماشومانو د ورځې جشن به د اپریل په ۲۳ مه به د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون او مشرۍ سره د ولسمشرۍ په کمپلکس کې ترسره شي.
پدې پروګرام کې به ، چې د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزارت د عصري فولکلوري نڅا ډلې به ننداره وړاندې کړي. دا پروګرام به ، به د TRT Çocuk او TRT 1 تلویزیوني چینلونو څخه په ۳ بجو او ۳۰ دقیقو څخه –ماښام تر ۸ بجو پورې په ژوندۍ بڼه خپریږي.