د تورکیې ولسمشر اردوغان او د بهرنیو چارو وزیر فیدان د حماس د مشر هنیه سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه سره ټیلیفوني خبرې وکړې او هغه ته يي تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل
2126636
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه سره ټیلیفوني خبرې وکړې او هغه ته يي زامنو او لمسیانو د شهادت له امله د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر د خبر معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه سره ټیلیفوني خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان هنیه ته د اسرائیلو په برید کې د هغه د دریو زامنو او دریو لمسیانو د په شهادت رسیدو له امله د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
ولسمشر اردوغان وویل چې اسرائیل به خامخا د بشریت په خلاف د ترسره کړو ټولو جنایتونو حساب د قانون په وړاندې ورکړي.
همداشان د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه سره ټيلیفوني خبرې وکړې او هغه سره يي خپله خواخوږي څرګنده کړه.