ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده بن سلمان سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

2126273
ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده بن سلمان سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر  له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د تورکیې او سعودي عربستان پر دوه اړخیزو اړیکو ، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.

اردوغان په دې ټیلیفوني خبرو کې وویل چې اسلامي نړۍ باید د فلسطین پر وړاندې د اسرائیلو د بریدونو د ژر تر ژره پای ته رسولو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اوربند د پریکړې د عملي کولو لپاره د لازیاتو هڅو په کولو سره په ګټوره توګه یووالی وښيي.

په دې خبرو کې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان ولیعهد ته د کوچني اختر مبارکي هم ورکړه.



اړوند خبرونه