په استانبول کې د بیارغونې لاندې په یو نایټ کلب کې د اورلګیدنې له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ

د استانبول د بیشکتاش په ولسوالۍ کې د یوې ۱۶ پوړیزې ودانۍ په زیرزمیني پوړ  کې په یو  نایټ کلب  کې چې د بیارغونې  چارو دوام درلود اورلګیدنه رامنځته شوه.

2123849

د ویلو ده چې پدې پیښه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

پر مهال د اور لګیدو له امله ۱۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۸ تنه ټپیان شول، چې ۷ تنه یې سخت ټپیان شول. د استانبول والي داوود ګل د پيښې په اړه وویل چې ، د دې اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. په پیښه کې وژل شوي ټول کارګران دي .

د اورلګیدنې د لامل د معلومولو په موخه څيړنې او پلټنې پيل شوي دي .

د ویلو ده چې دا پيښه نن سې شنبه د غرمې په ۱۲ بجو او ۴۷ دقیقو رامنځته شوه .

پدې پیښه کې ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۸ تنو نور ټپیان شوي چې د ۷ تنو روغتیايي وضعیت يي ښه ندی .

د استانبول والي ویلي دي چې دې نایټ کلب په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د فعالیت اجازه ترلاسه کړې ده. په ۲۰۱۸ کال کې د فعالیت اجازه نوې کړې وه او دلته يي فعالیت کولو.

اړوند خبرونه