اردوغان ایران، اوزبیکستان، قیرغیزستان له ولسمشرانو او د هالنډ د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران ، اوزبیکستان، قیرغیزستان له ولسمشرانو او د هالنډ د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران ، اوزبیکستان، قیرغیزستان له ولسمشرانو او د هالنډ د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون لومړی د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې د تورکیې او ایران پر دوه اړخیزو اړیکو، پر فلسطیني سیمو د اسرائیلو د بریدونو او په سیمه کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وشوې.
ولسمشر اردوغان په دې ټیلیفوني خبرو کې وویل چې په غزه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اوربند د پریکړې د ژر تر ژره عملي کولو په خاطر د هڅو د دوام په خاطر اړینه ده چې فتح او حماس ډلې پدې بهیر کې په یووالي سره عمل وکړي.
اردوغان وویل چې په سیمه کې د تاوتریخوالی د پراختیا لپاره د اسرائیلو د هڅو د مخنیوي لپاره باید په ګډه کار وشي.
ولسمشر رجب طيب اردوغان وروسته د قرغزستان له ولسمشر صدر جباروف سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
په دې ټيلیفونی خبرو کې د تورکیې او قرغزستان په دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ په مسایلو خبرې وشوې.
ولسمشر اردوغان د تورکیې د سیمه ایزو ټاکنو له امله د مبارکۍ له امله د جباروف نه مننه وکړه.
ولسمشر رجب طیب اردوغان وروسته د اوزبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې ټيلیفوني خبرو کې د تورکیې او اوزبیکستان د اړیکو، په نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان د تورکیې د سیمه ایزو ټولټاکنو د ترسره کیدو په خاطر هغه ته د مبارکۍ ویلو په خاطر د میرضیایف نه مننه وکړه.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د هالنډ له لومړي وزیر مارک روت سره هم ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې ټیلیفوني خبرو کې د تورکیې او هالنډ پر دوه اړخیزو اړیکو او د ناټو د نوي سرمنشي د ټاکلو پر بهیر خبرې وشوې.
ولسمشر اردوغان د ناټو سرمنشي ته نوماند روت ته چې د تورکیې د نوي سرمنشي نه د تورکیې تمه هم څرګنده کړه.
اردوغان تمه لري چې نوي سرمنشي به له ترهګرۍ او نورو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د غړو هېوادونو امنیت او ګټو ته په ښه توګه خدمت وکړي، د اتحاد یووالی پیاوړی کړي او د ناټو اړین رول ته لومړیتوب ورکړي او د دې اتحاد د اساسي ارزښتونو د رعایت لپاره قانع کوونکې ژمنې وکړي. هغه وویل چې د غیر اروپايي متحدینو حساسیتونه باید په پام کې ونیول شي.
په دې کتنه کې ولسمشر اردوغان وویل چې د همدې اصولو په رڼا کې به تورکیه پدې مسله کې د ستراتیژیک حکمت او برابرۍ په چوکاټ کې خپله پریکړه وکړي.