استانبول د روان کال په لومړنیو دوو میاشتو کې د نږدې دوه نیم میلیون تنو سیلانیانو کوربه توب کړی

استانبول، چې د ګرځندوی په برخه کې د تورکیې یو له مخکښو ښارونو څخه دی، د کال په لومړیو دوو میاشتو کې د ۲ میلیونو ۴۵۷ زره ۵۱۸ بهرنیو سیلانیانو کوربه توب کړی دی.

2120509

د کولتور او ګرځندوی وزارت لخوا د ترسره شوي بیان له مخې ، د جنوري او فبروري په میاشت کې استانبول ته د راغلو  بهرنیو سیلانیانو شمیر د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۸ عشاریه ۸  سلنه ډیر شوی.

استانبول چې په لومړیو دوو میاشتو کې تورکیې ته راغلو ۴ میلیونو ۳۴۱ زره ۶۰۶ بهرنیو سیلانیانو نیمایي کوربه و، د فبرورۍ په میاشت کې تر ډېره د روسي ګرځندویانو  له خوا غوره شوی دی.

د فبرورۍ په میاشت کې استانبول ته د روسیې له فدراسیون څخه ۱۳۸ زره ۹۵۷، له جرمني څخه ۹۵ زره ۴۶۵، له ایران څخه ۷۵ زره ۳۱۲، له انګلستان څخه ۵۶ زره ۴۳۰، له فرانسې څخه ۴۸ زره ۹۰۲ او له سعودي څخه ۴۳ زره ۴۱۵ دي او امریکا متحده ایالتونو څخه ۴۱ زره ۴۷۲ سیلانیان راغلي دي.

اړوند خبرونه