ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په استانبول کې لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغلی وو په استانبول کې لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغلی وو په استانبول کې لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان د اوکراین د ولسمشر زیلینسکي سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په ګډه خبري غونډه کې مهمې څرګندونې وکړې. اردوغان څرګنده كړه چې د اوكراين له ځمکنۍ بشپړتيا ، ملي حاکمیت او استقلالیت څخه ملاتړ كوي او ويې ويل، تورکیه چمتو ده چې د اوکراین او روسیې د ستونزې د حل په موخه د روسیې په ګډون د یو نړۍوال کنفرانس کوربه توب وکړي.
ولسمشر اردوغان وویل " زه غواړم ووایم چې ځل بیا د ښاغلي زیلینسکي نه د کوربه توب له امله ډیر خوښ یم. مونږ په لیدنه کې په اوکراین کې د روانې جګړې د پرمختګونو په اړه مو په تفصیل سره خبرې وکړې. ما د خپل ستراتیژیک ملګري اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او حاکمیت په ملاتړ ټینګار وکړ."
ولسمشر اردوغان وویل چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې د روسیې او اوکراین د روانې جګړې د پایته رسولو په موخه د مذاکراتو نه راپدېخوا ددې ستونزې د حل په اړه بل داسې کوم ګام نه دی پورته شوی چې د سولې د ټینګښت لپاره ګټور وي. موږ چط څومره کولی شو مرسته کولو ته چمتو یو. موږ چمتو یو چې د سولې د یوې غونډې کوربه توب وکړو چې روسیه هم به پکې ګډون وکړي. د تورې بحیرې نوښت نږدې ۳۳ میلیون ټنه غله د اړتیا وړ خلکو ته د رسیدو اجازه ورکولو سره د نړیوال بحران مخه ونیوله.
په اوکراین کې د دایمي امنیت ټینګښت خورا مهم دی. موږ نن په خپلو ملاقاتونو کې پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړې. موږ موافقه وکړه چې د سوداګریز حجم په برخه کې ټاکل شوي ۱۰ میلیارد ډالرو هدف ته ورسیږو. د ازادې سوداګرۍ د موافقې نافذېدل به زموږ همکاري ګړندۍ کړي. موږ به د اوکراین د بیارغونې له هڅو څخه په کلکه ملاتړ وکړو. موږ به د اوکراین د بیارغونې په اړه غونډه هم جوړه کړو.
په اوکراین کې د کریمیا د تاتارانو شتون یو له هغو حالاتو څخه دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي پیاوړې کوي. زه غواړم د زیلینسکي څخه مننه وکړم چې زموږ د همژبو د حقونو د تضمین او د دوی د خپلواکۍ د وضعیت په پیاوړتیا کې هڅې کړي دي. په داسې حال کې چې موږ د اوکراین څخه ملاتړ ته دوام ورکوو، چې د جګړې د عادلانه پای ته رسولو لپاره هم کار کولو ته دوام ورکړو.
همداشان د اوکراین ولسمشر زیلینسکي هم د تورکیې څخه د اوکراین نه د ملاتړ له امله مننه وکړه.
هغه وویل چې زه د تورکیې ګرانو خلکو، تر هر څه لومړی غواړم چې د اوکراین له حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ستاسو د ملاتړ له امله مننه وکړم. د معمول په څیر، موږ ګټور او دوستانه ناسته درلوده. موږ غواړو چې هر ژر زموږ ټولو هیواد کې ژر تر ژره سوله راشي، ځکه چې دا زموږ د خلکو او تور سمندر لپاره حیاتي ارزښت لري.
ما د روسانو له منګولو څخه د خپلو اتباعو د خلاصون پر مهال د تورکیې د هڅو څخه مننه وکړه. نن غواړم ووایم چې د کریمیا تاتاران په ځانګړې توګه هغه کسان چې د روسیې د ظلم لاندې ، د اوکراین په اشغال شوې خاوره کې ژوند کوي له سختو غیر انساني شرایطو سره مخ دي. دا خلک باید آزاد وای.
هر څوک په خپل کور کې د ارام ژوند مستحق دی. مونږ په لیدنه کې د سولې پلان په اړه او د غونډې د چمتووالي په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې. ښاغلي اردوغان ته مو ددې سرمشریزې په اړه معلومات هم ورکړ. دا سرمشریزه به په سویډن کې ترسره شي.د سولې د پلان په عملي کولو کې د تورکیې رول هم مهم دی. موږ نه غواړو چې پدې سرمشریزه کې د روسیې استازي وګورو. موږ عادلانه سوله غواړو.
موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د بیارغونې او د تړونونو د پرمختګ لپاره چمتو یو. موږ د ګډو وسلو او مهماتو د تولید لپاره کار کوو. په اوکراین کې لا دمخه د تورکیې استازي شتون لري، دا ستراتیژیک اړخ زموږ د خلکو لپاره خورا مهم دی.
د اردوغان د نوښتونو څخه مننه کوو، موږ مهم بشري پایلې ترلاسه کړې. زه د اردوغان له هڅو مننه کوم.
موږ ډیر څه کولی شو. له دې دهلیز څخه تر ۳۰ میلیونه ټنو زیات غله تېر شول، اوس ټولو ته د روژې په مبارکه میاشت کې د سولې او خوښیو هیله کوم. هره ورځ د اشغالګرو له خوا زموږ د خلکو او د اوکراین د ماشومان وژل کیږي، نو هیله لرو چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې به سوله یو څه نوره هم را نږدې شي.