په امریکا کې د تورکیې یوې نادولتي موسسې د ارمنیانو د نسل وژنې د ادعاګانو په ځواب کې کتاب چاپ کړ

په امريكا کې  فعاليت كوونکي د توركيې نادولتي موسسې د ( تورك امريكن امنیتي  بنسټ) (TASFO) لخوا  ، د ۱۹۱۵ كال د ارمنيانو د تورونو په ځواب كې خپل كتاب كار بشپړ كړ.

2105985
په امریکا کې د تورکیې یوې نادولتي موسسې د ارمنیانو د نسل وژنې د ادعاګانو په ځواب کې کتاب چاپ کړ
ermeni iddialarına cevap.jpg
ermeni iddialarına cevap.jpg

په امريكا کې  فعاليت كوونکي د توركيې نادولتي موسسې د ( تورك امريكن امنیتي  بنسټ) (TASFO) لخوا  ، د ۱۹۱۵ كال د ارمنيانو د تورونو په ځواب كې خپل كتاب كار بشپړ كړ.

د یادې شوې موسسې  بنسټ ایښودونکي  او مشر فاتح اوزاونور  خبري رسنیو وویل، "موږ خوشحاله یو چې زموږ د کتاب کار چې د "د ارمنیانو د تش په نامه نسل وژنې په اړه حقیقت" نومیږي بشپړ شو.

اوزاونور وویل چې ددې  کتاب د لیکلو په برخه  کې په امریکا کې په خپلو برخو کې د متحصصینو  ۱۲ مختلف تاریخ پوهانو او اکاډمیسیانو سره اوږدې مرکې شاملې دي چې چې کولی شي د ارمنیانو تورونو ته ځواب ووایی.

اوزاونور د دې په ګوته کولو سره چې د کتاب ډیجیټل نسخه په لومړي مرحله کې لوستونکو ته چمتو شوې وه ، او  به ډیر ژر د آنلاین پلور پلیټ فارم امازون کې پلور پیل کړي.

د کتاب یوازینۍ موخه د ډیرو کلونو راهیسې د ارمني لابي لخوا  د ارمنیانو د نسل وژنې ادعاوو،  ته چې هیڅ تاریخي اساس نلري او د  امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د جعلي اسنادو او بصری معلوماتو په وړاندې کولو سره د نړۍوالو اذهان خرابوي ، ځواب ورکول دي.

په خبر کې ویل شوي، دغه کتاب چې په انګلیسي ژبه چمتو شوی، په پام کې لري چې ډېر ژر په تورکي، اذربایجاني، فرانسوي، الماني، اسپانیوي، یوناني او ارمني ژبو هم چاپ شي.



اړوند خبرونه