فیدان د جي شل هیوادونو نه په غزه کې د روان وحشت د درولو په خاطر د لاسه په کار کیدو غوښتنه وکړه
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې په غزې تړانګې کې روان وحشت باید ژر تر ژره ودرول شي او له نړیوالې ټولنې او د جی ۲۰ هیوادونو څخه یې وغوښتل چې د اوربند او د دوه هیوادونو د حل لپاره لا زیات فعال رول ولوبوی .
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې په غزې تړانګې کې روان وحشت باید ژر تر ژره ودرول شي او له نړیوالې ټولنې او د جی ۲۰ هیوادونو څخه یې وغوښتل چې د اوربند او د دوه هیوادونو د حل لپاره لا زیات فعال رول ولوبوی .
د G20 د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د برازیل په کوربه توب په ریو دی جنیرو ښار کې پیل شوه.
په دې غونډه کې د اوکراین پر پرمختګونو، پر غزې د اسراییلو د بریدونو، د نړیوالو کړکېچونو، د څو اړخیزو سازمانونو د پیاوړتیا، د اقلیم له بدلون سره د مبارزې، د بې وزلۍ د کمولو او د نړیوال حکومتوالۍ د میکانیزمونو د اصلاح په اړه خبرې کیږي.
هاکان فیدان د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته په خپله وینا کې په غزه کې د روان وحشت او بربریت ژر تر ژره درولو په اړه ټینګار وکړ او پر نړیوالې ټولنې او G20 یې غږ وکړ چې د اوربند او دوه دولتی حل لپاره لا فعال رول ولوبوي.
فیدان د "په روان نړیوال کړکیچ کې د G20 رول" تر عنوان لاندې غونډې ته په وینا کې وویل چې د روسیې او اوکراین د جګړې دوهم کال هم پوره شو او وویل چې ترکیه هیله لري چې دواړه خواوې ډیپلوماسۍ ته مخه وکړي او مذاکرات پیل کړي. هغه وویل چې تورکیه به ددې ستونزې د حل او په دې لار کې خپلو نوښتونو ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه چې نړیواله ټولنه د نابرابرۍ او بې عدالتۍ، اقتصادي آسیب پذیریو، د چاپیریال ستونزې او مصنوعي زیرکتیا له امله رامینځته شوي یو زیات شمیر ننګونو او امتحانونو سره مخ ده. فیدان د نړیوالې ډیپلوماسۍ او د بحران په ټولو برخو کې د G20 د ګډ نوښتونو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د G20 مشرانو غونډه، چې د نړۍ ۲۰ لوی اقتصادونه څخه جوړه ده، د نوامبر په میاشت کې د برازیل د ریو دي جنیرو په ښار کې جوړیږي.