د تورکیې د بهرنیو چاروزیر هاکان فیدان د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه وکړه.

هاکان فیدان له خپل امریکايي سیال بلینکن سره لیدنه وکړه

2105758
د تورکیې د بهرنیو چاروزیر هاکان فیدان د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه وکړه.

د تورکیې د بهرنیو چاروزیر هاکان فیدان د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه وکړه.

هاکان فیدان له خپل امریکایي سیال بلینکن سره د برازیل په ریو دی جنیرو ښار کې ، د G20 سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په څنډه کې لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې په غزې تړانګه کې ژر تر ژره د بشپړ اوربند د تامین لپاره د اقداماتو په اړه خبرې وشوې.

په دې لیدنه  کې د روسيې او اوکراين پر روانې جګړې، د ناټو د پراختيا پر بهير، د اذربايجان-ارمنستان د سولې پروسې او نورو سيمه ييزو پرمختګونو په اړه د خبرو سربیره په دوه اړخیزو اړیکو او په راتلونکي کې د لوړ پوړو چارواکو د ملاقاتونو پر مهالوېش هم خبرې وشوې.



اړوند خبرونه